1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د پيښور په چاودنه کي امريکايان وژل سوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۳, دوشنبه

په پیښور کي د امریکا قونسلگري د موټرو پر یوه کاروان باندي په ځانمرگي يرغل کي څلور تنه وژل شوي دي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي. په پیښه کي د امریکايانو د وژل کیدو په اړه بېلابېل راپورونه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/162Zu
انځور: Reuters

چاودنه نن سهار(د ۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۳) په پيښور کي د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې UNHCR دفتر ته نزدې رامنځته شوې ده. ويل کيږي چي په دغه سيمه کي د متحده ایالاتو د قونسلگري او د نورو بهرنیو خیریه موسسو د کار کوونکو هستوگنځایونه هم دي.

د پېښي د قربانیانو هویت لا تر اوسه پوري نه دئ څرگند شوی، دا په تیرو دوو کلونو کي په پاکستان کي د متحده ایالاتو د وگړو د په نخښه کولو تر ټولو خونړۍ پیښه شمېرل کیږي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلي دي چې په پیښه کي څلور تنه وژل شوي دي، چي دوه تنه پکښې امریکايان دي. خو د امريکا د بهرنیو چارو وزارت بيا سر بيره پر دې چي پر وگړو باندي ئې چاودنه مني خو د وژلو خبر ئې رد کړی دئ.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندي وکټوریا نولنډ، ویلي دي چي په پیښه کي د دوی د قونسلگرۍ څلور تنه مامورین چي دوه ئي امریکايي او دوه ئې پاکستانيان دي ټپیان شوي دي او په روغتون کي تر درملنۍ لاندي دي. هغې زیاته کړې ده چي متحده ایالات د پیښي د نورو قربانیانو په اړه دمعلوماتو راټولو په هڅه کي دي.

خو کله چي د اطلاعاتو له وزیر میا افتخار حسین څخه وپوښتل شول چي متحده ایالات د خپلو وگړو وژل ردوي، په ځواب کي وویل: «زه څه کولای شم چي هغوی دغه خبره ردوي؟ پولیسو ما ته دا خبره تائید کړې ده چي وژل شوي دوه تنه امریکایي دیپلوماټان دي.»

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کي لیکلي دي، چي د دوی ځايي خبریال د روغتون په «مرده خانه» کي د دوو تنو جسدونه لیدلي دي چي د یوه تن جسد د سوځیدو له امله نه پیژندل کیږي او د دوهم کس څېره ځايي اوسیدونکي ته پاته کیږي. پولیس وایي چي هغه نور دوه تنه وژل شوي ښایي لارویان وي.

د پیښور امنیتي چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي، چي د دغه يرغل هدف د متحده ایالاتو د قونسلگرۍ موټر وو. میا افتخار حسین دغه برید د ترهگرو له خوا یو خطرناک پرمختگ بولي او وایي، چي ترهگر له دغسي بریدونو سره غواړي چې بهرني اتباع وویروي.

د پیښور د پولیسو مشر امتیاز الطاف د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کي ویلي دي چې ځانمرگي برید کوونکي خپل موټر د بهرنيانو موټر ته نزدې چولی دئ. د هغه په وینا په دغه موټر کي تر۱۱۰ کیلوگرامه پوري چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي ول. هغه زیاته کړې ده چي په پېښه کي ۱۹ تنه نورهم ټپیان شوي دي.

د نوموړي خبري آژانس په حواله له سوځیدلي امریکایي موټر څخه یو پاسپورټ چي نیم سوځېدلی وو د فرانس پریس خبریال لیدلی دئ چي د یوه امریکایي وو.

د بريد پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيستې.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل