پاکستان د کال تر پایه ټول افغان کډوال اخراجوي
۱۳۹۵ تیر ۱۱, جمعهد پاکستان د خیبر پښتونخوا ايالت د معلوماتو وزیر مشتاق غني، ویلي دي: «موږ نور نه شو کولای چې د هغوی کوربه ووسو.»
هغه د دغو کډوالو له کبله رامنځ ته شویو اقتصادي ستونزو ته په اشاره کولو سره وویل: «هغوی زموږ پر اقتصاد بار دي.»
که څه هم تر دې مخکې غوښتنه شوې وه چې پاکستان دغو کډوالو ته د ۲۰۱۷م کال تر پایه پورې په خپل هیواد کې وخت ورکړي، خو مشتاق روښانه کړې ده چې اوس پر يوه داسې میکانیزم باندي کار کیږي چې هغوی د ۲۰۱۶م کال تر پایه پورې افغانستان ته ولیږدوي.
پاکستان اوس هم د شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغان کډوال کوربه دی چې د افغانستان د کورنیو جګړو له کبله د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي.
تر دې مخکې پاکستان د روان کال د جون میاشتې ۳۰مه نیټه د دغو کډوالو د ایستلو له پاره ضرب الاجل ټاکلی وو، خو هغه یې بیا وروسته د شپږو میاشتو له پاره وغځوله.
د بشري حقونو د څار سازمان له پاکستان څخه وغوښتل چې افغان کډوالو ته د ۲۰۱۷م کال تر پایه پورې وخت ورکړي، څو هغوی د پولیسو له خوا له بد چلن سره مخامخ نه وي او د اجباري اخراج چانس یې هم کم شي. خو پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د خپلو خلکو د فقر او بیکاري په بیه نه شي کولای د افغان کډوالو کوربه توب ته دوام ورکړي.
د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو فدرال وزیر عبدالقادر بلوڅ، چې د کډوالو چاري هم سمبالوي، وویل چې افغانانو په پاکستان کې لږ تر لږه یو میلیون د کار ځایونه نیولي دي چې دا د هغه په خبره د توجیه وړ نه ده.