1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د یاغیانو بریدونو په ميلياردو ډالره تاوان رارسولی

۱۳۹۴ مهر ۱, چهارشنبه

د پاکستان د مالي چارو وزير وقار مسعود د وینا له مخې د طالبانو د تاوتریخوالي ډکو بریدونو په ترڅ کې هر کال د دغه هیواد اقتصاد ته په میلیاردونو ډالره تاوان رسيږي.

https://p.dw.com/p/1Gap8
انځور: Reuters

رویترز خبري آژانس د پاکستان د مالي چارو وزیر وقار مسعود له قوله لیکلي دي چې په پاکستان کې د طالبانو د ترهگرۍ له کبله بهرنۍ پانگوني ته سخت زیان رسېدلی دی، چې له دې کبله د دغه هيواد اقتصاد هر کال پنځه میلیارده ډالره تاوان ویني.

وقار مسعود په لندن کې له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «له یوې یا یوې نیمې لسیزي راهیسې د رواني ترهگرۍ له کبله زموږ هیواد ته سخت مالي زیان رسېدلی دی.» د هغه په خبره د دغه تاوتریخوالي له کبله نه یوازي اقتصادي فرصتونه له لاسه ووتل بلکې د اقتصادي ودې سرعت هم اغیزمن شوی دی.

د وقار مسعود په وینا «په تیرو وختونو کې په پاکستان کې بهرنۍ پانگونه له پنځو څخه تر اوو میلیاردو ډالرو پوري رسیده خو اوس دغه سکتور تر دوو میلیاردو ډالرو پوري رارسیدلی دی.» خو هغه ویلي دي چې د پاکستان د پوځ له خوا د تندلارو پر ضد د پیل شوو اقداماتو له کبله وضعیت اوس یو څه ښه شوی دی.

هغه ویلي دي چې کله په پاکستان کې امنیتي وضعیت ښه والی ومومي نو بیا به دغه هیواد د اقتصادي ودې پر لور وي.

په پاکستان کې د انرژۍ ستونزه هم ډیره کړکیچنه ده، چې له کبله یې د دغه هیواد کاروباري ادارو ته زیان رسیږي. د اسلام آباد د حکومت د وینا له مخې پر دغه ستونزه برلاسي ښایي څو کلونو ته اړتیا ولري.

خو له دې سره سره د اسعارو په نړیوال بازار کې د کلداري ارزښت د نورو هیوادونو د پیسو په مقابل کې ښه شوی دی.

دا خبره هم د یادولو وړ ده چې د پاکستان حکومت له خوا د اصلاحاتو د ناکامۍ له کبله له ۱۹۹۸م راهيسي د نړیوال وجهي صندوق له ۱۲ پروگرامونو څخه یوولس هم اغېزمن شوي دي.

کارپوهان په دې آند دي چې دا به یوه لویه بریا وي چې د نړیوال وجهي صندوق دغه پروگرام چې د سپمتبر تر میاشتي پوري پلان شوی دی، ترک نه شي. خو د وقار مسعود په وینا پاکستان د نړیوال وجهي صندوق د نورو پروگرامونو له پاره راضي دی.