1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: زلزله او مالی بحران

۱۳۸۷ آبان ۹, پنجشنبه

د پاکستان په جنوب لویديځ ولایت بلوچستان کی د پرون ورځي د زلزلي په اثر د يوه وروستی خبر له مخی د مړيو شمير 230 ته رسيدلای، 2000 کورونه يا بيخي رانړيدلي اويا داسي سخت زيان من شوي دي چي نور داستوګني وړ ندی.

https://p.dw.com/p/FkTC
انځور: AP

که څه هم د مرستي ټیمونه مصيبت ځپلو سیموته لا پرون نسبتا ډير ژر رسيدلی خو خبره دا ده چي په دغه سیمه کی د ترانسپورتي لارو خرابوالی او نشتوالی له امه، داسي لري پراته سيمي شته دی چي هلته مصيبت ځپلو خلکوسره لاتراوسه هم ضروری مرستي ندي شوی.

په تيره بيا دزيارت په سيمه کی چي په بلوچستان کی يو ډیر ښايسته سيلانی ځاي دی، د ځمکي د ښويدلو له امله ډير کلي تر خاورو او دپرو لاندی شوی. زیاتره خلک په لری پرتو کلیو کی چي د نجات دټیمونو رسيدل هلته ګران کار و تلف شوی. په دغه سیموکی د خټو د کورونو د رانړيدلو په وجه د تګ او راتګ کومي خامه لاری چي وی، هغه هم بند شوی، او له دي امله چي په دغه سیمو کی پرون پرله پسي زلزلی شوي، نو ډير خلک له دي ويري څخه چي بيا ځمکه ونه ښوريږي به سړه هواکی د شپي بهر پاتي شوي لاتراوسه ددي ګومان کيداي شي چي د کنډوالولاندي مړي او يا ټپیان پراته وی.

Aussenminister Frank-Walter Steinmeier in Pakistan
د آلمان د بهرنيو چارو د وزير فرانک والتر شتاين مايرپه پاکستان کېانځور: picture-alliance/dpa

په يوه کلی دپولدوزر په واسطه دمړیو دپاره داسی هديری کندل شوی چی هلته موړی په پرګنه يي ډول سره خښ شوی. د يوي مرستندويي ټولنی دوينا له مخي په دغه کلی کي يو کور هم ندي پاتي.

د دغي زلزلي مرکز دکواټی دښار داويا کيلومتری په شمال کي دکندهار د ښار د جنوب ختیځی خوا په 185 کيلومتر کي و.

که څه هم د پاکستان حکومت ويلي چی دزلزله ځپلي سیمي سره دمرستي دپاره بهرنیو مرستو ته اړه نشته، خوآلمان او اروپايي ټولنی سمدستي مرستي دغی سیمي ته استولی.

خو د پاکستان اصلی ربړه په بلوچستان کی دپرون ورځي زلزله چي یوه طبعي پيښه وه، نده.

اصلي لانجه ددغه هیواد رونه مالی لانجه ده چی د آلمان د بهرنيو چارو د وزير فرانک والتر شتاين ماير په آند، که چيري په پنځه شپږو ورځوکي له دغه هیواده د څلورو ملیاردو آمریکايی ډالرو په اندازه سمدستي مرستي ونشي، نو د دي خطر شته دپاکستان دولت د افلاس سره مخامخ شی او څنګه چی د Sächsische Zeitung په نامه آلماني ژبه ورځپاڼه لیکی: « دلته خبره ديوه بانک په مالی بحران باندی نده، بلکی خبره په داسي یوه هیواد کی د استقرار اوثبات په ژغورني باندي ده چی اتومي سلاوی لري ».

کله چي په سيمه کي دسولي، ثبات او استقرار خبره ياديږی، نو په اصطلا دپاکستان ملګري هیوادونه دا مریکي دمتحده ایالتونو څخه نیولی تر اوروپايي ټولني، د خلیج هیوادونه، چين اونور ټول ددغه هيواد د «ستراتيژيستر اهميت» څخه خبری کوی خوکله چی اوس له دغه هیواده سره د يوه خطرناک مالی بحران په وخت کی دمرستي مساله مطرح ده، چي په حقیقت کي ديوی ستری فاجعی دمخنوي مساله بلل کيداي شي، په لمړی سرکی ټول ځانونه غلی نیولی و، ترڅو چي د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاین ماير اسلام آباد ته د يوه سفر په ترڅ کی د نړیوال وجهی صندوق، د نړی د بانک، د آسیايی بانک د سعودی عربستان او دخلیج د نورو عربی هیوادونو څخه داغوښتنه کړی چی دپاکستان دروان مالي بحران د رفع لپاره هريو پخپل وار او امکانه سره خپله نده تر سره کړي. او څنګه چي شتاین ماير وايي:« لږ تر لږه تر څلورو ملیاردو ډالرو پوري مالی مرستي دپاکستان دپاره تر راتلونکی شپږو میاشتو يا شپږو اونیو پوري به نور په درد نخوری. دغه مرستی بايد تر ښپږو ورځو پوري ورسیږی».