1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: زهرجن شرابو ۳۵ انسانان وژلي

۱۳۹۵ فروردین ۳, سه‌شنبه

د پاکستان د سِند ایالت په ټنډو محمد خان سیمه کې د زهرجن شراب څښلو له امله لږ تر لږه ۳۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ډیر شمیر نور یې ناروغه کړي دي. د پولیسو په حواله په مړو کې دوه تنه ښځې هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/1IHcC
انځور: Getty Images/AFP/Y. Nagori

د پاکستان په سِند ایالت کې د تیرې شپې له دې پيښې څخه معلومیږي چې د حکومت له خوا پر شرابو تر بندیز پرته په سیميیز کچه د جوړیدونکو شرابو استعمال مخ پر ډیریدو دی. د رسنیو په حواله دغه پېښه د دوشنبې په ماښام له کراچۍ ښار شمال ختیځ لور ته ۲۵۰ کیلومتره لیرې د ټنډ محمد خان په سیمه کې رامنځته شوې.

د دغه ښار د پولیسو یوې سیمه ییزې ښځینه افسرې نسیم آرا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې دوه میرمنې هم شاملې دي. نسیم آرا زیاته کړه چې ټول زیانمن شوې کسان د هندو اقلیت پورې اړه لري.

د پولیسو دغې چارواکۍ ویلي: «دوه ورځې مخکې موږ ۶۵۰۰۰ لیترا وطني شراب ونیول، خو د دې شراب تولید ډیر زیات شوې دی.»

د پولیسو یوه بل چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلي دي چې روغتون ته ۳۷ تنه زیانمن شوي کسان راوړل شوې ول. د پولیسو په حواله د پيښې په تور ۴ تنه نیول شوي دي، په داسې حال کې چې د پيښې اصلي عامل تر اوسه پورې نه دی نیول شوې.د فرانسې خبري آژانس په حواله له دغو پيښو څخه د پاکستان په څیر ټولنو کې د وطني شرابو د خطر اندازه اټکل کیدالی شي، په کوم ځای چې د مسلمانانو پر شراب څښلو بندیز لگول شوې.

په پاکستان کي د ديسي شراب په نوم سيميز شراب هم جوړيږي.
په پاکستان کي د ديسي شراب په نوم سيميز شراب هم جوړيږي.انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د شراب جوړولو قانوني فابریکې موجودې دي، خو پر مسلمانانو د شراب خرڅول منع دي. همدارنگه د سخت کنترول لاندی پر نامسلمانو او بهرنیانو د شراب پلورلو ته اجازه ورکول شوې.

په پاکستان کې شتمن خلک په غیرقانوني توگه قیمتي شراب پيري، خو د لږ عاید درلودونکي خلک بیا پر وطني شرابو بسیا کوي. په دغو وطني شرابو کې د میتهانول کیمیاوي مادې څخه د کار اخیستل کیدو پیښې ثبت شوي دي.

له دغې کیمیاوي مادې څخه د سون توکي په توگه گټه اخیستل کیږي. د میتهانول د څښلو له امله انسان د سترگو بینایې له لاسه ورکولې شي، گردو ته زیان رسوي او بالاخره د انسان د مړیني سبب گرځیدلی شي.