1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: سېلابونو سخت تاوانونه اړولي دي

۱۳۹۱ مهر ۳, دوشنبه

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی دئ چې دوې اونۍ دمخه په بلوچستان ایالت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله نزدې۷۰۰ زره خلک زیانمن شوي دي او پر دې سربیره د په زرونو جریبه مځکي ولاړ فصلونه له منځه تللي دي.

https://p.dw.com/p/16DJt
انځور: AP

که څه هم دغه بارانونه او سیلابونه دوې اونۍ وړاندي ول، خو د بلوچستان ایالت چارواکو نن «دوشبنه د ۲۰۱۲م کال د سپتمبر د میاشتې ۲۴مه» دغه رسمي ارقام اعلان کړي دي.

په دغه رپوټ کې زیاته شوې ده چې د دغو سیلابونو په پایله کې د بلوچستان په ایالت کې۵۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. په عین وخت کې د پاکستان لومړي وزیر راجه پرویز اشرف د بلوچستان ایالت درې ولسوالۍ د ناورین ځپلو سیمو په نوم نومولي دي.

د بلوچستان ایالت چارواکو زیاته کړې ده چې پرویز اشرف په دغه ولایت کې د مرستو او بیا رغولو له پاره د ۲۶۰۰ میلیونه کلدارو د مرستو اعلان کړی دئ. زیاته شوې ده چې په تیرو دیرشو کلونو کې په بلوچستان ایالت کې دغسې موسمي بارانونه او سیلابونه نه ول راغلي.

د بلوچستان ایالت له طبيعي ناورينونو سره د مبارزې ریاست مشر اکبر دراني، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د سپتمبر پر یوولسمه نېټه د هوا پیژندني ادارې تر ۳۲ ساعتونو وروسته ۴۳۲ ملي میتره اورښت ثبت کړی دئ. نوموړي چارواکي زیاته کړې ده چې په ۱۳ ولسوالیو کې سیلابونو پر۱۵۵ زره هیکتاره مځکه باندې ولاړ فصلونه له ځانه سره وړي دي. د هغه په وینا تر ټولو زیات تاوان په جعفرآباد، نصیر آباد او جهال مگسي کې رامنځته شوی دئ.

دغه سېلابونو خلکو ته سخت تاوان رسولی دئ
دغه سېلابونو خلکو ته سخت تاوان رسولی دئانځور: AP

د دراني په وینا یوازي د نصیرآباد په ولسوالۍ کې ۲۲ تنه او په جعفر آباد کې ۸ تنه وژل شوي دي. پر دې سربیره د بلوچستان ايالت په نورو سيمو کي هم مرگ ژوبله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړې ده چې په دغه پیښو کې ۱۱۵تنه ټپیان شوي هم دي او پر دې سربیره ۱۷۷۸ څاروي هم وژل شوي دي.

دراني له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې وړاندي ویلي دي چې ۷۰۰ زره خلک د سیلابونو له امله زیانمن شوي دي، چې زیاترو ئې خپل فصلونه او جايدادونه له لاسه ورکړي دي:

«موږ تر مخه لا ۶۶۷۰ خېمې او ۲۳۷۸ ټن خوارکي مواد پر خلکو باندي ویشلي دي او لومړي وزیر ژمنه کړې ده چې په عاجله توگه به ۲۰ زره خیمې نوري هم چمتو کړي.»

د فرانسې خبري آژانس زیاتوي، چې دولت په یو شمیر سیمو کې روغتیاي کلینکونه هم جوړ کړي دي، چې د معدې او ملاریا په ناورغۍ د اخته کسانو درملنه وکړي:

«موږ لا تر اوسه له نړیوالو څخه د مرستي غوښتنه نه ده کړې. موږ لا تر اوسه پر خپلو زیرمو متکي یو او هیله مند یو چې له دغه وضعیت سره به پخپله مبارزه وکو.»

هغه پر دې خبره ټینگار وکړ، چې د ژغورني کارونه سر ته رسېدلي دي او د بیا رغاوني کاورنه چې په هغه کې د سړکونو او تأسیساتو رغول شامل دي پیل کړي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل