1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان لا د ناټو پر اکمالاتي کتارونو بنديز باندي ولاړ دئ

۱۳۹۰ آذر ۲۱, دوشنبه

د پاکستان لومړي وزير ويلي دي، چي ښايي افغانستان ته د ناټو پر اکمالاتي کتارونو د بنديز فيصله لا د څو اونيو له پاره پر خپل ځای پاته وي. هغه دغه راز زياته کړې، چي د متحده ايالاتو سره پر همکارۍ باندي له سره غور کوي.

https://p.dw.com/p/13QxL
افغانستان ته تلونکي د ناټو اکمالاتي کتارونه د پاکستان- افغانستان په سرحد کي.
افغانستان ته تلونکي د ناټو اکمالاتي کتارونه د پاکستان- افغانستان په سرحد کي.انځور: dapd

د پاکستان او امريکا متحده ايالاتو تر منځ اړيکي هغه وخت لا پسي خړي پړي شوې، چي د نومبر د مياشتي پر ۲۶ نيټه د ناټو په يوه هوايي بريد کي ۲۶ تنه پاکستاني سرتيري ووژل شول. دغه بريد پاکستان د خپلي ځمکني بشپړتيا پر ضد تيری وباله.

د ناټو پر اکمالاتي کتارونو تر لګول شوي بنديز درې اونۍ وروسته، ګيلاني له بي بي سي سره په مرکه کي ويلي، چي تر څو د واشنګټن سره د همکاریو نوو مقرراتو ته نه وي رسېدلي دغه بنديز به پر خپل ځای پاته وي.

کله چي د هغه څخه وپوښتل شول چي دا خبره به د څو ورځو يا څو اونيو وي، په ځواب کي وويل چي کيدای سي څو اونۍ وي. ګيلاني په خپلو خبرو کي زياته کړي چي پر واشنګټن لا اوس هم بې اعتباره دئ:

«موږ د هغوئ سره په ګډه کار کوو خو لا تر اوسه موږ پر يو بل اعتبار نه کوو. زه فکر کوم چي موږ بايد خپلي اړيکي پراخي کړو.»

ګيلاني وړاندي زياته کړې، چي موږ غواوړ د امريکا سره د همکاريو له پاره نوي مقرارت وټاکو، او موږ غواړو چي د تروريزم پر ضد د ګډي جګړې له پاره د همکارۍ نوي مقرارت وټاکو.

ګيلاني د پاکستان د هغي خبري څخه په کلکه دفاع وکړه، چي گويا دا بريد مخکي له مخکي پلان شوی بريد وو. د امريکا متحده ايالاتو دغه تور رد کړی.

هغه زياته کړي چي په دې اړه داخلي څېړني رواني دي او موږ ئې پايلو ته انتظار باسو. «دا پوښتنه چي د داسي يو قصدي بريد هدف څه وو لا پر ځای پاته ده.»

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما، خپل پاکستاني سيال، آصف علي زرداري، ته د تليفون له لاري د پيښي په اړه خپله خواشيني څرګنده کړې وه. خو واشنګټن ويلي، تر څو چي د پيښي په اړه پلټنه نه وي بشپړه سوې له پاکستان څخه به په رسمي توگه بخښنه و نه غواړي.

د پيښي په اړه پايلي به د رواني مياشتي پر ۲۳ نېټه د يو پوځي پلاوي له خوا روښانه سي.

د پاکستان د هغه غبرگون په وړاندي چي، امريکا دي د هغه هيواد په بلوچستان ايالت کي پوځي شمسي اډه خالي کړي، اوس ويل کيږي چي امريکا هغه اډه خالي کړې ده.

د يوه پاکستاني پوځي په خبره د يادي اډې څخه وروستي امريکايي پوځيان د يکشنبې په ورځ وتلي دي.

د امريکا متحده ايالاتو ددې اډې څخه په سيمه کي د بې پيلوټه الوتکو د تمځای په توگه کار اخستی.

ګيلاني په خپله مرکه کي دا هم ويلي چي پر آصف علي زرداري نه کومه د زړه حمله راغلي او نه ئې استعفا کړې.«هغه مخ پر ښه کېدو دئ، او ښايي دوې نوري اونيۍ آرام ته ضرورت ولري.»

آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل