1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان له افغانستانه د ۷۶ ترهگرو د ورسپارلو غوښتنه کړې»

۱۳۹۵ بهمن ۲۹, جمعه

پاکستاني رسنۍ ليکي چې په اسلام آباد کې د افغان سفارت چارواکي په راولپنډۍ کې د پوځ مرکز ته وربلل شوي او هغوی ته یې د هغو ۷۶ ترهگرو لېست سپارلی دی چې په افغانستان کې پټ دي. له افغانستان سره پوله هم تړل شوې ده.

https://p.dw.com/p/2Xk34
PAKISTAN Sehwan  Anschlag auf Sufi-Schrein
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

د پاکستان «ډان» او همداشان «ایکسپرس ټریبون» ورځپاڼو د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانگې (آی اس پي آر) د مشر تورنجنرال آصف غفور له قوله لیکلي دي چې د افغانستان سفارت چارواکي جي اچ کیو، ته ورغوښتل شوي ول.

آصف غفور د ټویټر په پیغام کې هم لیکلي دي: «د ۷۶ ترهگرو لېست چې په افغانستان کې پټ دي ورکړل شوی دی. د هغوی پر ضد د سملاسي اقدام/ پاکستان ته د سپارلو غوښتنه شوې ده.»

د پاکستان ایکسپرس ټریبون ورځپاڼي لیکلي دي چې دغه گام په پاکستان کې د وروستیو ترهگرو بریدونو په تړاو اخیستل شوی دی.

رپوټ زیاتوي چې د پنجشنبې په ماښام د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر باجوه، له خوا وروستیو ترهگریزو بریدونو ته د غبرگون ښوولو سملاسي وروسته له افغانستان سره پاکستان خپلي ټولي پولي وتړلې.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانگې مشر تیر ماښام هم د ټویټر په خپل پیغام کې لیکلي وو چې د امنتیي دلایلو له کبله به د پاکستان – افغانستان پوله تر بل امره پوري تړلې پاته وي.

د ترهگرو پیښو څپه

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه د تندلارو د ځپلو هوډ څرگند کړی دی. په پاکستان کې په تیرو څو ورځو کې ترهگریزو بريدونو تر سلو ډیر کسان وژلي دي.

رپوټ زیاتوي چې په روانه میلادي اوونۍ کې د طالبانو او داعش له لوري د ځانمرگو بریدونو، په لاس د جوړو شوو بمونو چاودنو او د فیرونو لړۍ دغه هیواد له یو ډول شوک سره مخامخ کړی دی.

تیر ماښام د تندلاري ډلې «اسلامي دولت» یا داعش ځانمرگي برید د سندهـ ایالت په سیهون کې د لعل شهباز قلندر په زیارت کې ۷۰ تنه ووژل. په سیهون کې د یوه ځایي روغتون ډاکټر معین احمد ویلي دي چې د جمعې په ورځ د مړو شمیر ۷۵ کسانو ته لوړ شوی دی.

زیاته شوې ده چې په چاودنه کې ۲۵۰ کسان ټپیان شوي دي چې د هغوی له ډلې د ۵۰ تنو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی. د معین احمد په خبره ښایي د مړو شمیر تر دې هم زيات شي.

د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له دفتر څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې هغه دغه برید غندلی دی او ویلي دي چې د خپل هیواد د ساتلو له پاره به هر «ممکن څه وکړي.»

د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه هم هوډ څرگند کړی دی چې د طالب یاغیانو پر ضد به روان عملیات ادامه ولري او په وینا یې د وینې د هر څاڅکي غچ به واخلي.

د منور محسر په نوم یوه ځایي چارواکي ویلي دي چې د پاکستان سندهـ ایالت د زیارت د قربانیانو د یادون درې ورځي رسمي ویر اعلان کړی دی او په وینا یې ښایي د جمعې په ورځ ناوخته د مړو جسدونو خاورو ته سپارل پېل شي.