1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر پاکستاني سرحدي ملیشو برید اووه تنه وژلي

۱۳۹۴ آبان ۵, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د جنوبي وزیرستان په انگور اډه کې د پاکستان د سرحدي ملېشو پر یوې پوستې باندي د پولې له هاغاړي برید شوی، چې په پایله کې یې د سرحدي ملېشو اووه تنه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1GumC
انځور: picture-alliance/dpa

افغانستان او پاکستان تل يو پر بل باندي تور لگوي چې په خپله خاوره کې د طالب جنگیالیو او نورو یاغي ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې ډیر څه نه کوي.

رويترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې د پاکستان د پوځ په حواله لیکلي دي چې د دوی د سرحدي ملېشو (اف سي) اووه تنه، د افغانستان پولي ته څیرمه د جنوبي وزیرستان په يوه غرنۍ سیمه کې په یوه برید کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د جنوبي وزیرستان په انگور اډه کې د پاکستان د سرحدي ملېشو پر پوسته باندي د سختو فیرونو په پایله کې د ملېشې اووه تنه وژل شوي دي.

رویترز خبري آژانس د یوه پاکستاني پوځي چارواکي له قوله چې د نوم د نه خپریدو په شرط یې خبري کړي دي، ویلي دي چې دغه برید په افغانستان کې د مېشتو یاغیانو له لوري تر سره شوی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څه د پاسه یو کال دمخه واک ته تر رسیدو وروسته هڅه وکړه چې له خپل دغه اټومي وسلې لرونکي گاونډي هیواد سره، خپلې اړیکي ښې کړي.

اشرف غني ویلي وو چې دواړه اړخونه باید په گډه کار وکړي، څو هغه تندلاري یاغیان مات کړي چې دواړو هیوادونو ته گواښ پيښوي.

کله چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د پاکستان په کوربه توب لومړۍ رسمي خبري اتري وشوې نو داسې بریښده چې دغني دغې هڅې ښایي کومه نتیجه ورکړي.

خو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړیني د خبر تر افشا کیدو وروسته د خبرو اترو دوهم پړوا لغو شو. په کابل کې د طالبانو له لورې د یرغلونو لړۍ له پاکستان سره د افغانستان اړیکي خړي پړي کړې.

د دغه خبري آژانس په وینا افغان چارواکي له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان افغان طالبانو ته د پناه ورکولو او آن د هغوی د ملاتړ تور لگوي، خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي.

برعکس پاکستان بیا وایي چې د پاکستاني طالبانو چې له افغان طالبانو سره متحد دي او د پاکستان حکومت د راپرځولو هڅه کوي مشرتابه په افغانستان کې میشت دي.