1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له افغانستان سره پر پوله د کتارو درولو کار پیلوي

۱۳۹۶ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ ویلي دي چې له افغانستان سره پر پوله به د کټاریو جوړولو کار پیل کړي چې له امنیتي وضعیت سره مرسته وشي. ویل شوي دي چې دا کار به د دواړو هیوادونو له ثبات سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/2f2YJ
Pakistan Waziristan Soldaten im Shawal Tal
انځور: Getty Images/AFP

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې ویلي دي چې د کټارو درولو لړۍ به په لومړي سر کې پر باجوړ، مهمند، او خیبر سیمو باندې تمرکز وکړي. ویل کیږي چې له دغو سیمو څخه یاغیان د افغانستان او پاکستان تر منځ له پولې تیريږي او امنیتي ستونزي رامنځ ته کوي.

پاکستاني پوځ ویلي دي چې د پولې پر سر به نوې پوستې جوړې شي چې د څار او دفاع امکانات لا پسې دیر شي.

د پوځ په خبره د پولې امنول د دواړو هیوادونو په ګته ده او دا چې د سولې او ثبات د ساتنې له پاره یوه ښه همغږي شوي میکانیزم ته اړتیا شته.

د افغانستان او پاکستان تر منځ ۲۴۰۰ کیلو متره پوله د دیورند کرښې په واسطه مشخصه شوې ده. دغه کرښه چ په ۱۸۹۶ کال کې د بریتانیاوي حاکمانو له خوا کاږل شوې، د کابل له خوا د نړیوالې پولې په توګه په رسمیت نه پیژندل کیږي.