1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: له افغانستان څخه بیا پر موږ برید شوی

۱۳۹۱ تیر ۲۳, جمعه

يوه پاکستاني چارواکي ویلي دي چې یو شمیر یاغیان له افغانستان څخه پاکستان ته راوښتي دي او د دې هیواد په شمال ختیځه سیمه کې پر یوه کلي باندې تر برید کولو وروسته بیرته افغانستان ته اوښتي دي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/15Wym
epa03047977 Pakistani security forces secure the scene of a bomb blast in Landi Kotal, Khyber tribal region near the Afghan border in Pakistan, 03 January 2012. A bomb exploded in Landi Kotal bazar on 03 January targeting convoy of tribal security forces, killing three soldiers and injuring 10 other people including school boys. Reports state that the bomb was allegedly planted by the Islamic militants Pakistani security forces has been engaged in an operation against militant groups operation in Khyber Agency. EPA/WALI KHAN SHINWARI
Bombenanschlag in Landi Kotalانځور: picture-alliance/dpa

دغه پاکستانی چارواکی فراموش خان نومیږي او وایي چې یاغیانو د خپلو ۱۵ تنو ملګرو مړي هم چې له پاکستاني پوځ سره په جګړه کې وژل شوي ول افغانستان ته وړي دي. هغه زیاته کړې ده چې طالبانو د کلي یو شمیر اوسیدونکي هم برمته کړي ول.

د فراموش خان په خبره په دې پېښه کې د طالبان ضد ملیشو دوه تنه غړي هم وژل شوي دي. هغه ویلي دي چې دغه یاغیان د پنجشنبې په شپه ناوخته بیرته افغانستان ته اوښتې دي.

فراموش خان زیاته کړې ده چې یاغیان له پاکستان څخه د افغانستان کونړ ولایت ته اوښتي دي. دغه ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري. د خان په خبره پاکستاني امینتي ځواکونه په دې توانیدلي دي چې د یاغیانو له خوا ټول برمته شوي کسان ازاد کړٍي.

افغانستان تل وايي چې د یاغیانو پټنځایونه د دې هیواد د پولې بلې غاړې ته دي او له ډیر وخت راهیسي یاغیان په پاکستان کي بریدونه پلانوي او په افغانستان کې ئې تر ترسره کولو وروسته بیرته پاکستان ته اوړي. خو په وروستیو کې پاکستان هم پر افغانستان د دغه شان تورونو لگولو لړۍ پیل کړې ده او وایي چې یاغیان د افغانستان له پولې څخه تر اوښتو وروسته په پاکستان کې بریدونه تر سره کوي او بیرته افغانستان ته ورځي.

دا یوازې د یاغیانو موضوع نه دي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ئې په پوله کې شخړې رامنځ ته کړي دي. ډیر وخت افغانستان پر پاکستان باندې تور لگوي چې د پولې له بلې غاړي پر افغانستان باندې توغندي توغول کیږي.

دا په داسې حال کې چې د پنجشنبې په ورځ ولسمشر کرزي په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې افغانستان لا په دې خبره نه پوهیږي چې له پاکستان څخه څوک دغه بریدونه پر افغانستان باندي کوي. هغه زیاته کړه:

«په دې کې شک نه شته چې بریدونه کیږي. خو دا چې دا بریدونه څوک کوي، ایا د پاکستان د دولت له خوا کیږي، د عسکري قواوو له خوا کیږی او که د هغو ډلو له خوا کیږي چې هلته روزل شوي دي. موږ په دې اړه معلومات نه لرو. خو په لټه کې ئې یو چې دا خبره روښانه کړو.»

کرزي زیاته کړه چې که دغه بریدونه هر چا تر سره کړي وي، افغانستان به ئې په بریدونو ځواب ور نه کړي ځکه چې د هغه په خبره د پولې بلې غاړې ته هم ملکي وگړي ژوند کوي او افغانستان به په داسې کوم کار لاس پورې نه کړي چې له کبله ئې هغوی ته مرگ ژوبله واوړي.

کرزي وویل چې افغان حکومت به له پاکستان سره دغه موضوع د خبرو اترو له لارې سپینه کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض