1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له افغان امنيتي ځواک نه خپل وگړي ايستلي

۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبه

پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ ويلي دي، چي هغه ۱۴ تنه وگړی ئې، چې د افغان پولیسو په لیکو کې ول، بیرته خپل هیواد ته را ستانه سوي دي.

https://p.dw.com/p/15oZI
انځور: DW

ددوی په خبره دغه کسان چي د پاکستان د چترال اوسېدونکي دي افغانستان ته اوښتي ول. د دغو کسانو په شان ډیري پاکستانیان د بې وزلۍ او بېکارۍ له کبله د کار موندلو له پاره افغانستان ته اوړي.

پاکستاني چارواکو ويلي دي، چي ددوی د معلوماتو له مخي هغو شاوخوا دیرشو پاکستاني وگړو چي تیر کال د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوي دي، دوی ډير په اندیښنه کي کړي دي.

خو بله خوا بيا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال محمد نجيب نيکزاد له دويچه ويله پښتو ويب پاڼي سره په خبرو کي وويل:«د پوليسو د جذب په برخه کي اساسي شرط دا دئ چي شخص بايد افغان وي، هغه بايد د هويت تذکره ولري، چي وښيي دی افغان دئ. وروسته بيا د دوو افغانانو له خوا د هغه د افغانوالي تصديق کيږي.»

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د پوليسو په ليکو کي د پاکستاني وگړو شتون ردوي.

په هرات کي افغان پوليس د نظامي تعليم پر مهال
په هرات کي افغان پوليس د نظامي تعليم پر مهالانځور: picture-alliance/dpa

دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستيو وختونو کي افغانستان او پاکستان یو پر بل باندي د يرغلونو تورونه لگوي. افغانستان پر پاکستان باندې تور لگوي، چې یاغیانو ته ئې پخپل هیواد کې ځای ورکړی دئ او دغه یاغیان په افغانستان کې تر يرغل کولو وروسته، بیرته پاکستان ته اوړي.

افغانستان دغه راز وايي، چي پاکستانی پوځ پر افغانستان باندي توغندی توغوي چې له کبله ئې د پاک-افغان په سرحدي سيمه کې ډیري افغانان کډه کیدو ته اړ شوي دي. دا په داسي حال کې ده چې پاکستان پر افغانستان باندي تور لگوي چې یاغیانو ته ئې ځای ورکړی دئ.

د پاکستان د چترال د سیمې یو لوړپوړی چارواکی رحمت الله وزیر، وایي: «لږ تر لږه ۱۴ پاکستانیان د پوليسي دندو تر پريښولو وروسته بیرته پاکستان ته رسېدلي دي. موږ په دغه اوونۍ کي د نورو د را رسېدو په تمه یو.»

وزیر زیاتوي چې دغه وگړي تر هغه وروسته بیرته خپل هیواد ته ستانه شول چې کورنیو ته ئې د دولت له خوا گواښ شوی وو: «موږ په دې اړه اندیښنه لرله چې کیدای شي د پاکستان ضد ځیني عناصر دغه وگړي د خپل هیواد پر ضد وکاروي.»

د چترال دره د افغانستان له کونړ ولایت سره نزدې په سرحدي سیمو کې پرته ده. په دې سیمه کې طالبان ډیر فعاله دي. پاکستان او افغانستان له یو بل سره شاوخوا ۲۴۰۰ کیلو متره پوله لري چې د دې دواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کې طالبانو او یاغیانو ډیر نفوذ کړی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل