1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پاکستان له ترمپ سره د ګډ کار وړاندیز وکړ

۱۳۹۵ آبان ۲۰, پنجشنبه

د امریکا د ولسمشر په توګه د دونالد ترمپ، تر ټاکل کیدو وروسته، د پاکستان حکومت له امریکا سره د ترهرګرۍ پر ضد مبارزه، په افغانستان کې د سیاسي پخلاینې په رامنځ ته کیدو کې د مرستې او نورو برخو کې د ګډ کار وړاندیز کړی دی.

https://p.dw.com/p/2SSlR
USA Präsidentschaftswahl Donald Trump
انځور: Reuters/C. Allegri

د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز، د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د هغه حکومت چمتو دی د امریکا د متحده ایالاتو له نوي ټاکل شوي ولسمشر دونلد ترمپ، سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په ګډون په ګڼ شمیر نورو برخو کې ګډ کار وکړي.

له پاکستاني جیو تلویزون سره په مرکه کې سرتاج عزیز وویل چې په افغانستان کې د سیاسي پخلاینې په برخه کې مرسته هم هغه موضوع ده چې دواړه هیوادونه کولای شي پرې کار وکړي.

دونالد ترمپ د ولسمشر په توګه تر ټاکل کیدو مخکې په ښکاره توګه پر پاکستان نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې دغه هیواد په خپله خاوره کې د ځینو اسلامپاله ترهګرو ډلو پروړاندې مبارزه کوي او په ورته وخت کې بیا ځینې نورې ترهګرې ډلې په کې خوندي دي.

سرتاج عزیز هم دغه نظر مني او وایې چې «دغه سیاست پخوا عملي کیده».

ویل کیږي چې یو شمیر افراطي اسلامپاله ترهګرې ډلې د افغانستان پولې ته څیرمه له قبایلي سیمو څخه د خپل پټنځای په توګه کار اخلي. په ورته وخت کې د ا فغانستان حکومت څو څو ځله اسلام آباد تورن کړی چې په خپله خاوره کې د طالبانو مشرانو ته پناه ورکوي.