1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له چين سره ۵۱ تړونونه لاسليک کړل

شکور رحيم/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۱, سه‌شنبه

پاکستان او چین د دفاع، انرژۍ، اقتصاد، مواصلاتو، ساينس او نورو بیلا بیلو برخو کې پر ۵۱ تړونونو او تفاهم لیکونو لاسلیک وکړ. د چین ولسمشر شي جین پینگ د دوشنبې له ورځې راهیسې په اسلام آباد کې دی.

https://p.dw.com/p/1FBUu
انځور: picture-alliance/Zumapress/Yao Dawei

د چین ولسمشر شي جین پینگ د دوشنبې په ورځ اسلام ته تر رسیدو وروسته د پاکستان پر جمهور رئيس ممنون حسین او لومړي وزیر نواز شریف سربیره د دغه هیواد له لويو دولتي چارواکو سره ولیدل.

د پاکستان له لومړي وزیر سره تر ملاقات وروسته شي جین پینگ گډ خبري کنفرانس ته وویل چې له پاکستان سره په لاسلیک شوو پروژو کې تر ۳۰ زیات يې د «چین او پاکستان اقتصادي لاري» په هکله دي. د شي جین پینگ په وینا د دغه سفر موخه د دوو اړخیزو اړیکو پیاوړي کول دي.

د چین ولسمشر د تروریزم پر خلاف د پاکستان هڅې وستایلې او ویې ویل چې چین به له ترهگرۍ سره په مبارزه کې له پاکستان سره مرستې جاري وساتي. هغه زیاته کړه: «موږ، له پاکستان سره اړیکي، تل د بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوبونو کې ساتو.»

لومړي وزير نواز شریف د چین د ولسمشر د سفر له کبله مننه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان او چین تر منځ همکاري به پر ټوله سیمه باندي مثبت اغیز ولري. هغه زیاته کړه چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز له لاري به نه یوازي د پاکستان ایالتونه گټه واخلي، بلکې په وینا یې پاکستان به په سیمه کې له اقتصادي لحاظه هم پیاوړی شي.

نواز شریف زیاته کړه چې دغه اقتصادي دهلیز به سویلي آسیا، منځني ختیځ او افریقایي هیوادونو ته د لاس رسي په برخه کې د سوداگرۍ او پانگونې له پاره چین ته ارزانه وي. د نواز شریف په وینا «دغه اقتصادي دهلیز به د امن او خوشحالۍ تضمین وگرځي.» تر دې د مخه د پاکستان لومړي وزیر او د چین ولسمشر د اتو پروژو د بنسټ ډبره ایښې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات هم یو اعلامیه خپره کړې ده. په دغه اعلامیه کې راغلي دي چې د دواړو هیوادونو گټې یو له بل سره تړلي دي. ویل شوي دي چې دواړو هیوادنو د «ختیځ ترکمانستان اسلامي غورځنگ» نومي ترهگري ډلي پر ضد د مبارزې د جاري ساتلو هوډ څرگند کړ. پر دې سربیره دواړو هیوادونو د دفاع په برخه کې د همکاریو د پراخولو پر سر توافق کړی دی.

د یوې گډې اعلامیې له مخې د دواړو هیوادونو له خوا د چین پاکستان د اقتصادي دهلیز لاري پر سر پرمختگ ستایل شوی دی. په دې برخه کې پاکستان د چین له خوا د وریښمو لاري له پاره د صندوق د جوړیدو او د اقتصادي دهلیز لاري له پاره د هغې د استعمالیدل تائید کړی دی.

د چین پاکستان د اقتصادي دهلیز لاري د جوړویدو د چارو د پرمختگ پر مهال دواړو اړخونو پر دې باندي ټینگار کړی دی چې د دغه پروژې پلان او پرمختگ باید ټولي سیمې له ځانه سره راونغاړي او د پاکستان ټول خلک له دې څخه گټه واخلي.

پر دې سربیره دواړو هیوادونو په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو د لا پراخیدو پر سر توافق کړی دی. همداشان دواړو هیوادونو د سوداگرۍ اوسنی حجم چې په کال کې ۱۵ميليارده ډالرو ته رسیږي په راتلونکو درو کلونو کې ۲۰ ميلياردو ډالرو ته د لوړیدو پر سر توافق کړی دی. په دې ترڅ کې د پاکستان او چین تر منځ د آزادي سوداگرۍ تړون د خبرو اترو د دوهمي مرحلې د گړندي کیدو پریکړه هم شوې ده.

دواړو هیوادونو په افغانستان کې د سولي او بیا پخلایني د بهیر د ملاتړ او په افغانستان او سیمه کې د ثبات د ټينگښت له پاره په گډه د کار کولو خبره هم کړې ده.