پاکستان ملالې ته مډال ورکړ
۱۳۹۱ مهر ۲۵, سهشنبهاعلان
د پاکستان دولت د سه شنبې په ورځ ملاله یوسفزی ته یو مډال ورکړ. دغه ۱۴ نجلۍ د طالبانو له خوا پر سر او غاړې ویشتل شوی ده.
د پاکستان دولت ملالې ته دغه مډال د هغې د هڅو له پاره ورکړی دﺉ. که څه هم دغې پاکستانۍ نجلۍ ته څو وارې د طالبانو له خوا ګواښونه شوي ول چې د نجونو د زده کړې له پاره کمپاین او پر طالبانو باندې نیوکې ونه کړي خو هغې بیا هم خپلو کارونو ته دوام ورکړ.
اوس ملاله یوسفزې انګلستان ته د درملنې له پاره بیول شوې ده. ډاکترانو ویلي دي چې د هغې روغتیایي وضعیت اوس ښه دﺉ.