1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ملا برادر آزاد کړ خو هغه چيري دی؟

مسعود جهش «آژانسونه»۱۳۹۲ شهریور ۳۰, شنبه

د پاکستان حکومت د وسله والو طالبانو پخوانی مرستيال مشر ملا عبدالغني برادر، آزاد کړی دی. دغه خبره د شنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام آباد کې په رسمي ډول شوې ده.

https://p.dw.com/p/19lSo
انځور: Reuters

پاکستان ویلي دي چې دغه کار یې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرسته کولو په موخه کړی دی خو دې هیواد دغه خبره روښانه کړې ده چې ملا برادر افغان ځواکونه ته نه سپارل کیږي. تر دې مخکې په امنیتي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر مشاور سرتاج عزیز، ویلي وو دا ډیره «مهمه ده چې ملا برادر تر آزادیدو وروسته له خپلو مشرانو سره وویني».

په دې وروستيو وختونو کې پاکستان څه باندې دېرش افغاني بنديان آزاد کړي ول، چې گومان کیږي ځينې يې غواړي له افغان حکومت سره خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د اګست په مياشت کې پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ملا عبدالغني برادر د آزادیدو غوښتنه کړې وه ترڅو د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وشي. ولسمشر کرزي په عین حال کې پر دې خبرې باندې ټینگار کاوه چې ملا برادر دې پخپله افغان حکومت ته وسپارل شي، خو پاکستان له دې کاره ډډه کړې وه. سرتاج عزیز په دې اړه ویلي وو: « کرزي غوښتل چې هغه [ملا برادر] دې افغانستان ته ولاړ شي. خو موږ داسې فکر کوو چې د دې له پاره چې دغه کسان د سولې په بهیر کې مثبت نقش ولوبولای شي باید هغوی د خپلې شورا او مشري د غوښتنو پر اساس اقدامات وکړي.»

افغان او امریکايي چارواکي په دې اند دي چې د طالبانو دغه غړی کولای شي په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. پلان شوې ده چې ټول نړیوال جنگي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دغه هیواد امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. نړیواله ټولنه غواړي له افغانستان څخه تر وتلو مخکې د کابل حکومت او د هغه د وسلواله مخالفینو تر منځ سوله وشي تر څو افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جگړو په لور ولاړ نه شي.

ملا برادر د طالبانو د ډلې مشر ملا عمر، نزدې ملگری بلل کیږي. داسې هم ویل کیږي چې ملا عبدالغني ته د «برادر» لقب هم پخپله ملا عمر ورکړی دی. د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا د جمعې په ورځ ويل شوي ول چې برادر به د شنبې په ورځ خوشې کيږي. برادر تر ټولو لوړپوړی طالب چارواکی دی چې آزاديږي. نوموړی په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په بندري ښار کراچۍ کې د پاکستاني ځواکونو له خوا نيول شوی وو.

افغان حکومت تل پر خپلو وسلوالو مخالفینو باندې د سولې غږ کوي خو طالبان او نورې وسله والې ډلې ډېر ځلي د افغان حکومت دغه وړاندیزونه ردوي. ډیر شمیر افغان چارواکي په دې اند دي چې د ملا برادر له آزادیدو سره ښايي د سولې په بهیر کې یو څه پرمختگ وشي، خو دا چې د طالبانو دغه پخوانی مرستيال مشر به د سولې له لارې د افغانستان د شخړې په حلولو کې مرسته وکړای شي که نه، ښايي د وخت په تیریدو سره روښانه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب