1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان مو لارۍ د واگې بندر ته نه پريږدي»

۱۳۹۱ مهر ۲۰, پنجشنبه

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وايي چي پاکستان د هند د „واگي“ بندر ته د افغان سوداگرو د تجارتي مالونو د لا ریو د ورتگ مخه نيسي.

https://p.dw.com/p/16NiZ
انځور: dapd

د سوداګرۍ او صنایعو خونو لا وختي خبرداری ورکړی وو، چي که له پاکستان سره ترانزیتي ستونزي همداسي دوام وکړي، افغانستان به له دغه هیواد سره سوداګر یزي اړیکي پرې کړي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ وزارت وایي چې له پاکستان سره د ترانزیتي ستونزو د ليري کولو له پاره لا وختي یو ګډ کمیسیون رامنځته شوی دئ خو داسي ښکاري چې مقابل لوری پر خپلو ژمنو ولاړ نه دي.

افغانستان له پاکستان سره په کال کې تر یو نیم ميلیارد امریکايي ډالرو پوري سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

د سوداګرۍ وزارت وايي، چي اسلام آباد له ژمنو سره سره د واگي بندر ته د هغو افغاني لاریو د ورتګ مخه نیسي، چي غواړي له هنده افغانستان ته او بر عکس سوداګریز مالونه ولیږدوي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند وحید الله غازي خیل نن(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۱۱) په کابل کي خبريالانو ته وویل چي د افغانستان سوداګر په دغه برخه کې د هند او پاکستان د سیاسي ستونزو اصلي قربانیان دي.

هغه وایي دوی به ډير ژر دا مسئله د اپتیکار په نامه د پاک – افغان سوداګرو په ګډه سوداګریزه غونډه کي مطرح کړي او د حل د لارو چارو پر موندلو باندي به خبري وکړي:

«د پاکستان او هندوستان تر منځ د واګې له بندر څخه موږ واردات نه شو کولای، ځکه اسلام اباد وايي له هند سره سیاسي ستونزي لري نو تاسي کولای شي له لاهور څخه واردات وکړی، موږ له پاکستان سره ږغیږوچي زموږ لاریو ته اجاره ورکړي، چي واګې څخه بارګیري وکړي او افغانان باید د پاکستان او هند د سیاسي رقابتونو قرباني نه شي.»

په سپين بولدک کي له پاکستان سره سرحدي دروازه
په سپين بولدک کي له پاکستان سره سرحدي دروازهانځور: Reuters

خو ولسمشر کرزي د دغو ستونزو له پاره یو هېئت ټاکلی دئ چي له ګاونډیو هېوادونو سره د ترانزیت ستونزي حل کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر اذرخش حافظي بیا وايي، چي کابل او اسلام اباد باید د دوه اړخیزي سوداګرۍ په برخه کي له یو بل سر یو شمیر غوښتني ومني او عملاً د ستونزو ليري کولو ته ژمنتیا ثابته کړي. د ښاغلي حافظي په خبره، پاکستان په دغه برخه کې هغه څه نه کوي چې د کاغذ پر مخ ورباندي لاسلیک کوي:

«په داسي حال کې چې دواړه لوري یو پر بل باندي بې باوره وي او هر یو د ځان له خبرو دفاع وکړي نو رواني هڅي به د ترانیزیتي ستونزو د ليري کولو له پاره کارنده واقع نه شي.»

ښاغلی حافظی وایي، سره له دې چي دوی له پاکستانی لوري سره ډیري موافقې کړي دي خو نه پوهيږي، چي د هغوی له خوا به عملي کېږي که نه؟

افغان چارواکي په داسې حال کې پاکستان د سوداګریزو تړونونو په نه عملي کولو تورنوي، چی افغانستان او پاکستان په دوه زره لسم میلادي کال کي د ترانزیت په اړه له سره بل نوی دوهم تړون لاس لیک کړ. خو پاکستاني لوری وايي چي په دې تړون کي تخنيکي نيمگرتياوي شته.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل