1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان هم نیمه پای لوبې ته لار و نه مونده

سيد رياض۱۳۹۳ اسفند ۲۹, جمعه

د کرکیټ د نړیوال جام سیالیو په دریم کوارټر فاینل کې آسترالیا، پاکستان ته په ۶ ویکټو ماتi ورکړه. پر سویلي افریقا او هند سربیره آسترالیا هم نیمه پای لوبو ته ووت. وروستۍ لوبه به د نیوزیلنډ او ویسټ انډیز تر منځ وشي.

https://p.dw.com/p/1EuZS
انځور: AFP/Getty Images/I. Mukherjee

پاکستان د پچې یا ټاس تر گټلو وروسته خپله د منډو جوړولو پریکړه وکړه. په ننۍ لوبه کې د پاکستان لوبډله له پېل څخه تر فشار لاندي وه. د پاکستان دواړه اوپنران احمد شهزاد او سرفراز احمد ژر ژر وسوځیدل.

سرفراز په تیرو لوبو کې ښه وځلید، خو نن یې یوازي لس منډي جوړي کړې. د پاکستان لومړی لوبغاړی هغه وخت وسوځید چې په پنځم اوور کې یې مجموعي منډي ۲۰ وې. د ۲۴ په مجموعي منډو احمد شهزاد هم وسوځید.

خو تر هغې وروسته کپتان مصباالحق لوبي ته راووت او مجموعي منډي یې تر ۹۷ ورسولې. خو کله چې مصباح الحق د ۳۴ منډو تر جوړولو وروسته وسوځید نو آسترالیایي بالران یووار بیا برلاسي شول او پاکستاني توپ وهونکي له ستونزو سره مخامخ شول.

د پاکستان ټوله لوبډله د ۲۱۳ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیده. د پاکستان له خوا تر ټولو زیاتې منډي حارث سهیل وکړې. هغه په ۵۷ توپونو ۴۱ منډي وکړې.

د هند توپ اچونکي هازل ووډ څلور ویکټونه او سټارک او مکسویل بیا دوه، دوه وېکټه واخیستل. هازل ووډ د نن ورځي غوره لوبغاړی هم وبلل شو.

د آسترالیا پیل هم ښه نه وو او د ۱۵ په مجموعي منډو یې د سر لوبغاړی فنچ وسوځید. آسترالیا د ۵۹ منډو تر جوړولو پوري خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکړي ول او توپ وهونکي یې تر فشار لاندي ول. خو د سمت بخت هغه وخت وځلید چې پاکستاني لوبغاړي یې کیچ وغورځاوه.

د آسترالیا له خوا د سټیون سمت ۶۵ منډو او شین واټسن۶۴ منډو د دغه هیواد په بریا کې لوی نقش لاره. واټسن تر آخره ناسوځېدلی پاته شو. میسکویل هم تیزه لوبه وکړه او په ۳۷ توپونو یې ۴۴ منډي وکړې او دې هم تر آخره ناسوځیدلی پاته شو.

په پای کې آسترالیا ټاکلی هدف په ۳۴ اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ او نیمه پایلوبو ته ووت او په نړیوال جام کې یې د پاکستان سفر پای ته ورساوه.

په پام کې ده چې د هند او آسترالیا لوبډلو تر منځ به نیمه پایلوبه وشي او سویلي افریقا به خپله نیمه پای لوبه د شنبې د ورځې له گټونکي لوبډلي سره وکړي. د شنبې په ورځ د نیوزیلنډ او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ لوبه کیږي.