1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: هندي ځواکونو اووه پاکستاني عسکر وژلي

۱۳۹۵ آبان ۲۴, دوشنبه

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د هند له لوري د ډزو په پایله کې یې اووه عسکر وژل شوي دي. اسلام آباد نوي ډهلي ته د سرحدي شخړې د لمن د پراخیدو څخه خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2SftE
Indien Kaschmir Konflikt Symbolbild
انځور: Reuters/D. Ismail

د آلمان خبري آژانس د پاکستان د پوځ له قوله لیکلي دي چې هندي ځواکونو د اوسنۍ پولې یا «لاین آف کنټرول» باندې د هاوان مرمۍ او توپخانې ډزې کړې دي. د پاکستاني پوځ په وینا دغو فیرونو تیره شپه څو ساعته دوام درلود.

په سپتمبر میاشتې کې د وسله والو یاغیانو له لوري د ۱۹ هندي عسکرو تر وژل کیدو وروسته دا په کشمیر کې د پوځي پرسونل تر ټولو لوړ شمیر دی چې د وژل کیدو رپوټ یې ورکول کیږي. د هندي عسکرو د وژل کیدو راهیسې د دواړو گاونډیو هیوادونو چې د اتومي وسلو خاوندان هم دي، ترینگلتیا ډیرې شوې ده.

هند د سپتمبر د میاشتې د برید تور په جهادي ډلې ولگاوه چې په ظاهري توگه له پاکستانه فعالیت کوي، خو اسلام آباد بیا دغه تور ردوي.

د آلمان د خبري آژانس په حواله د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، دغه څه د یوه «بربنډ تیري» په توگه غندلی. د نواز شریف له خوا په خپره شوې بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې دوی د هر ډول تیري پر وړاندې له خپلې خاورې څخه دفاع کولی شي.

هند لا تر اوسه د پاکستان د دغې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.

د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې بیا لیکلي دي چې د سپتمبر میاشتې راهیسې د دواړو هیوادونو له خوا څو وارې له اوربند څخه د سرغړونې رپوټونه ورکړل شوي دي. خو په یوه شپه د اوو سرتیرو د وژل کیدو دا یوه غیر عادي پیښه ده.

د دواړو هیوادونو پوځونه هم پر یو او بل له اوربند څخه د سرغړونې او د ړندو فیرونو تورونه لگوي.