1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: وسله والو طالبانو پر یوه پوسته برید کړی دئ

۱۳۹۱ تیر ۲۶, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15YGm

د پاکستان امنیتي چارواکو خبر ورکړی دئ چې د بنو په سیمه کې وسله والو طالبانو د پولیسو پر یوه پوسته باندې برید کړی دئ. د ځایي پولیسو مشر وقار احمد د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې وسله والو کسانو د ډزې د پیلولو تر مخه د دغه ودانۍ پر دخولي لار باندې لاسي بمونه وراچولي دي. زیاته شوې ده چې په دغه پیښه کې دوه تنه ټپیان شوي دي چې روغتون ته تر رسولو وروسته یو تن د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.