1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: وسلوالو نهه تنه امنیتي ځواکونه ووژل

۱۳۹۱ تیر ۲۲, پنجشنبه

د پاکستان په لاهور کې وسلوالو وګړو د پنجشنبې په سهار نهه تنه امنیتي ځواکونه ووژل. دا د ناټو پر مخ د پاکستان د پولې تر پرانیستل کیدو وروسته په پنجاب کې دویم برید دﺉ. (ارشیف له انځور څخه)

https://p.dw.com/p/15Vii
انځور: picture-alliance/dpa

د پولیسو په خبره په دې ترڅ کې شاوخوا لس کسان د پوځیانو د استوګنې پر یوه ځای باندې سهار وختي برید کړی دﺉ. وژل شوي کسان لاهور ته د پوځي روزنو له پاره راغلي ول. پاکستاني پولیس وایي چې د پنجشنبې ورځې برید په پنجاب کې د دوشنبې د ورځې برید ته ورته دﺉ.

له وروستیو پېښو سره د پاکستان په پنجاب کې د نوو تاوتریخوالو د رامنځ ته کیدو اندیښنې پیدا شوي دي. پنجاب په پاکستان کې تر ټولو نورو ولایتونو ډیر نفوس لري له همدې کبله په راتلونکو ټاکنو کې ډیر اهمیت لري.

د پنجاب مشر حبیب الرحمان، ویلي دي چې برید کوونکي پر دوو موټر سایکلونو او یوه موټر کې د پېښې ځای ته راغلي ول او له ځان سره ئې کلاشینکوفونه او لاسي بمونه لیږدول. رحمان زیاته کړې ده چې دغو وسلوالو کسانو د اچرا په سیمه کې پر ۳۵ پولیسو او د زندان پر کارکوونکو باندې برید وکړ. هغه ویلي دي: «تر اوسه پورې په دې برید کې نهه کسان وژل شوي دي.»

د لاهور د ښار د پولیسو مشر اسلم تارین، ویلي دي چې په پېښه کې نهه نور کسان ټپیان شوي هم دي. لا تر اوسه پورې د پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو چارواکي وایي چې دا برید د پنچاب په گجرات کې د دوشنبې ورځې برید ته ورته وو. د دوشنبې د ورځې په برید کې اووه کسان وژل شوي ول.

لاهور د پاکستان فرهنگي مرکز بلل کیږي چې پکښې شاوخوا اته میلیونه کسان ژوند کوي. په دې ځای کې په ۲۰۱۰ کال کې پر یو شمیر لوړ پوړو چارواکو باندې بمې بریدونه هم شوي ول.

ښایي په پاکستان کې د دولت او توندلارو اسلامپالو ډلو تر منځ د ناټو پر مخ د پاکستان د پولې تر پرانیستل کیدو وروسته شخړې لا زیاتې شوې وي. تر دې مخکې د «د پاکستان د دفاع شورا» هم اعلان کړی وو چې د روانې میاشتې له ۱۴مې نیټې څخه تر ۱۷مې نیټې پورې به په پاکستان کې د لوی مارچ تر نامه لاندې په یوه لاریون لاس پورې کړي.

دغه ډله چې په پاکستان کې د اسلامپالو گوندونو یو اتحاد دئ، وایي چې تر هغه وخت پورې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي چې پاکستان یو ځل بیا د ناټو پر مخ خپله پوله نه وي تړلې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم