1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ولي د حقاني او افغان دولت تر منځ د نژدې کېدو هڅي کوي؟

۱۳۸۹ تیر ۸, سه‌شنبه

دپاکستان د دولت چارواکي په ځانګړي توګه د پوځ او استخباراتو مشران هڅه کوي تر څو د طالبانو د يو پوځي مشر سراج الدين حقاني او د افغان دولت ترمنځ منځګړيتوب وکړي...

https://p.dw.com/p/O5Uf
جلال الدين حقاني
جلال الدين حقانيانځور: picture-alliance/dpa

د ځينو رپوټونو له مخه د دغه منځګړيتوب لړۍ هم پيل سوې ده او ولسمشر ته يوې نژدې سرچينې چي د نوم ښودلو څخه يې ډډه کړې رسنيو ته ويلي دي چي، د سراج الدين حقاني او د ولسمشر کرزي تر منځ خبري اتري سوي دي.

داسي ويل کيږي چي په همدې موخه د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفق کياني او د پوځي استخباراتو مشر هم په کابل کي د ولسمشر حامد کرزي سره کتلي چي دا ليدني کتني د رسنيو څخه پټ ساتل سوي دي.

سراج الدين حقاني د جلال الدين حقاني زوی دی او دغه ډله د حقاني په نامه شهرت لري.

د کارپوهانو په نظر د سراج الدين حقاني او افغان دولت تر منځ د پاکستان منځ ګړيتوب ښايي په دې بنسټ وي چي تر دې د مخه د پاکستان او افغانستان د دولتونو ترمنځ په دې برخه کې هوکړه سوې وي.

افغان کارپوه مياګل وثيق د سولي د راوستلو په موخه هلي ځلي ستايي خو وايي چي د سولي خبري د هغو ډلو سره ګته وري دي چي د القاعدې سره تړاو وشلوي.

د هغه په خبره د سراج الدين حقاني ډله د ډيرو ترهګريزو پيښو مسووله ده.

يوبل کارپوه محب الله شريف وايي چي: په افغانستان کي بيلابيلې ډلي د دولت او نړيوالې ټولنې په مخالفت کي فعاله دي خو د دولت سره د سراج الدين حقاني د ډلي نژدې کيدل به د افغان دولت دپاره هم يوه داسي لاسته راوړنه وي چي، لږ تر لږه د افغانستان په سوهيل ختيزو سيمو کي خپله يوه مخالفه ډله د خپل مخه لري کړي.

کارپوهان په دې نظر دي چي،مياګل وثيق وايي د سراج الدين حقاني ډله د پاکستان د پوځي استخباراتو سره نژدې اړيکي لري او اوس پاکستان غواړي د افغان د دولت سره د دغه ډلي په نژدې کولو سره د افغانستان په دولت کي وړ او مناسب ځای پيدا کړي.

د چارو کارپوه شريف وايي چي د پاکستان پاليسي جوړونکي په دې توانيدلي دي چي خپلو سياسي او ستراتيژيکو موخو ته د رسيدو دپاره نړيواله ټولنه هم دې ته اړ باسي ترڅو په افغانستان او سيمه کي د دوئ غوښتني ومني.

انور بری پال/کابل

کتونکیږ زيارمل