1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ولي پر مدني ټولنو کنترول ډیروي؟

شامل شمس/ مسعود جهش۱۳۹۴ تیر ۱۲, جمعه

د نواز شریف حکومت هڅه کوي چې پر غیر دولتي مرستندویه سازمانونو باندې خپل کنترول ډیر کړي او د هغوی کارونه له نزدې وڅاري. دوی غواړي په راتلونکو مياشتو کې تر لسو ډيري نوري غير دولتي موسسې هم وتړي.

https://p.dw.com/p/1Frui
انځور: DW/A. Ghani Kakar

په پاکستان کې د غیر دولتي او د مدني ټولنو سازمانونه د نواز شریف په ملکي حکومت کې د پرویز مشرف د پوځي حکومت په پرتله تر ډیرو فشارونو لاندي دي. تیره میاشت د هغه ادارې د Save the Children مرستندویه موسسې فعالیتونه ودرول خو بیا یې وروسته بیرته ورته د کار اجازه ورکړه. کارپوهان وایي چې دغه سازمنان به په راتلونکې کې هم له ستونزو سره مخامخ شي چې اوس یې دولت پر فعالیتونو باندې ډیره قوي څارنه کوي.

د نواز شریف اداره همداراز غواړي په راتلونکو میاشتو کې تر لسو ډیري نوري غیر دولتي موسسې هم وتړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چاودري ناصر علي خان تیره میاشت خبریالانو ته وویل: «موږ به هیڅ سازمان ته اجازه ور نه کړو چې د پاکستان پر ضد کار وکړي خو موږ د مدني ټولني پر ضد نه یو.»

هغه زیاته کړه: «موږ نه غواړو چې هیڅ یو غیر دولتي سازمان وتړو او غواړو چې مرستندویه کارکوونکي له پاکستان څخه وباسو، خو موږ غواړي چې دغه ګروپونه زموږ تر قانون لاندي کار وکړي. که هغوی زموږ قواعد او پالیسي و نه مني نو موږ يې پر ضد اقدام کوو.»

د کارپوهانو په ویدرو ویلسن مرکز کې د اسیا د چارو کارپوه مایکل کوګلمن له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په پاکستان کې په خاصه توګه د هندوستان د هغو څرګندونو وروسته چې ویلې یې وو چې د اړتیا په صورت کې به له واکه کار واخلي، یو ډول ویره رامنځه ته شوې ده.»

هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځي اداره له رامنځ ته شوي وضعیت څخه په ګټه اخیستلو سره غواړي چې پر بهرنیو سازمانونو باندې کنترول لا پسې ډیر کړي.

تیره میاشت دSave the Children مرستندویه موسسې فعالیتونه ودرول شول
تیره میاشت دSave the Children مرستندویه موسسې فعالیتونه ودرول شولانځور: picture-alliance/AP Photo/B.K. Bangash

کوګلمن زیاته کړه: «دغه بهرني سازمانونه هندي نه دي. خو پاکستان بیا هم غواړي نړۍ ته د خپل سخت دریزی یو پیغام واستوي او په خاصه توګه هندوستان ته. پاکستان غواړي له دې لارې هندوستان ته د خپل ځواک پیغام واستوي.»

د دولت مرموز فعالیتونه

سړی دا خبره درکولای شي چې پاکستان ولې د Save the Children مرستندویه سازمان وتاړه، ځکه د دغه سازمان یو کارکوونکی ډاکټر شکیل افریدي، په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا له استخباراتي سازمان CIA سره مرتسه کړې وه. پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې دغه ډاکټر د پولیو د واکسین په پلمه په ایبټ آباد کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن، د شتون د تائیدولو هڅه کړې وه.

اوس پوښتنه دا ده چې حکومت له څه ویریږي. د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر څرګندونې ښایي په دې برخه کې یو څه ړنا واچوي. هغه وویل: «موږ داسي معلومات لرو چې دوه سازمانونه چې په يوه افریقايي سازمان کې ثبت شوي ول د بلوچستان په اړه په یو شمیر منفي تبلیغاتو کې ښکیل ول.»

په بلوچستان کې د بشري حقونو په اړه خبرې د اسلام آباد له پاره ډیرې اړینې دي. د پاکستان په دې برخه کې له څو کلونو راهیسې وسله وال بیلتون غوښتونکې فعالیت کوي. بلوچ فعالین وایي چې اسلام آباد یې له طبعي ځیرمو څخه ګټه اخلي.

پوځ د اقداماتو تر شا

د پاکستان د پوځ له خوا د بشري حقونو د تر پښو لاندې کیدو په اړه د پاکستان له نورو سیمو لکه خیبر پښتونخوا هم خبرونه ورکول کیږي. کوګلمن وایي: «موږ باید په یاد ولرو چې د پاکستان پوځ په تیرو میاشتو کې په چوپتیا سره پر حالاتو خپله قبضه لا پسې قوې کړې ده. د پاکستان ملکي مشران اوس ډیر کم صلاحیتونه لري.»

خو کارپوهان وايي چې غیر دولتي سازمانانونه هم باید د خپلو کړو وړو په اړه هغو کسانو ته ځواب ووایي چې کار ورته کوي. ويل کيږي چې د پاکستان په ډیرو برخو کې د یو شمیر مرستندویه سازمانونو کړو وړو، مرستندویه کارکوونکي بدنامه کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب