1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ټول افغان طالب بندیان آزادوي

مسعود جهش (رویترز)۱۳۹۱ دی ۳۰, شنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي دي چې دغه هیواد غواړي له پاکستاني زندانونو څخه ټول افغان طالب بندیان آزاد کړي. په دغو کسانو کې ښایي د طالبانو د رژیم پخوانۍ دویمه شمیره کس ملا برادر، هم شامل وي.

https://p.dw.com/p/17NKg
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

د دې له پاره چې د افغانستان کړکیچ له سوله ییزې لارې پای ته ورسیږي، افغان حکومت او نړیواله ټولنه غواړي چې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي. په دغه بهیر کې تر ټولو لویې ستونزې د طالبان له پاره د یوه مشخص ادرس نه شتون، او خبرو اترو ته د هغوی نه چمتووالی بلل کیږي. داسې انګیرل کیږي چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې ډیر مهم نقش ولوبولی شي.

افغانستان تل له پاکستان څخه غوښتي دي چې هغه افغان طالبان چې اوس د دې هیواد په زندانونو کې وخت تیروي او کولای شي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي، آزاد کړي. تر دې مخکې هم پاکستان یو شمیر افغان طالبان چې په کې د دې رژیم یو شمیر پخواني لوړپوړي چارواکي هم شامل ول، له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي ول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي جلیل جیلاني، د جمعې په ورځ په ابو ظبي کې یوې خبرې غونډې ته وویل: «[په پاکستاني زندانونو کې] پاتې نور طالب بندیان به هم آزاد شي. موږ په دې اړه اوس د همغږۍ رامنځ ته کولو په حال کې یو.»

کله چې له دې پاکستاني چارواکي څخه وپوښتل شو چې ایا د طالبانو د رژیم پخوانۍ دویمه شمیره کس ملا برادر، به هم آزاد کړای شي او که نه، هغه وویل: «زموږ هدف د ټولو بندیانو آزادول دي.»

جیلاني دغه خبري کنفرانس ته د افغانستان، پاکستان او متحده ایالاتو تر یوې درې اړخیزې غونډې وروسته خبرې کولې. په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو مؤقت ځانګړي استازي دیوید پیرس، او د افغانستان د بهیرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي جاوید لودین، هم ګډون کړی وو. ښاغلي لودین خبریالانو ته وویل چې د دې غونډې اصلي هدف د درې واړو هیوادونو په اړیکو کې د ګډو سیاسي او امنیتي مسایلو په اړه خبرې کول دی.

په افغانستان کې د طالبانو رژیم په ۲۰۰۱ کال کې ړنګ شو. دغه ډله تر دې ڼیټې راهیسې له افغان حکومت او په افغانستان کې له میشتو نړیوالو ځواکونو سره په جګړه بوخته ده. اوس چې پلان شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ټول نړیوال ځواکونه افغانستان پریږدي او د دې هیواد امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري، متحده ایالات او افغان حکومت غواړي چې طالبان د سولې خبرو اترو ته وهڅوي. که څه هم افغان حکومت تل پر طالبانو باندې د سولې غږ کوي خو دغه ډله تل د افغان حکومت د سولې بلنه ردوي.

په همدې حال کې جاوید لودین وویل چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان د سولې په بهیر کې یو څه پرمختګونه شوي دي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان له خوا د طالب بندیانو آزادولو، په قطر کې د طالبانو له پاره د یوه سیاسي دفتر پرانیستلو ته چمتووالي او واشنګټن ته د ولسمشر کرزي وروستي سفر، له دې بهیر سره مرسته کړې ده.

ښاغلي لودین وویل: «د ګډو اندیښنو او همکاریو په پام کې نیولو سره يو څه پر مختګونه شوي دي... ۲۰۱۳ کال ډیر مهم دی. موږ پر دې خبره باندې موافقه وکړه چې باید مخ پر وړاندې ولاړ شو. په ۲۰۱۳ کال کې به د سولې بهیر د پام وړ پایلې ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د متحده ایالاتو سفیر تر دې مخکې ویلي وو چې امریکا د هغو طالبانو په اړه معلومات نه لري چې د پاکستان له خوا په وروستیو وختونو کې آزاد شوي دي. هغه زیاته کړې وه چې د دې امکان شته چې دغه کسان تر آزادیدو وروسته یو ځل بیا د طالبانو له لیکو سره یو ځای شي.