1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پر افغان طالبانو د سولې غږ وکړ

۱۳۹۰ اسفند ۵, جمعه

پاکستان د جمعې په ورځ د لومړي ځل له پاره له طالبانو څخه وغوښتل چې له افغان حکومت سره په خبرو اترو کې برخه واخلي. پر طالبانو د پاکستان نفوذ ته په کتو سره کیدای شي له دې سره د افغانستان د سولې په بهیر کې پر مختگ وشي.

https://p.dw.com/p/149QG
انځور: AP

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا گیلاني، پر طالبانو او نورو وسلوالو ډلو باندې غږ کړی دئ چې د افغانستان په مشري د سولې له بهیر سره یو ځای شي. هغه ویلي دي: «زه د طالبانو پر مشري او د حزب اسلامي په گډون پر نورو افغاني ډلو باندې غږ کوم چې د افغانستان په مشري په ملي پخلاینه او سوله کې برخه واخلي.»

که څه هم د پاکستان د لومړي وزیر خبرې له اهمیت څخه ډکې دي خو ویل کیږي چې د پاکستان پوځ او د دغه هیواد پیاوړې استخباراتي اداره پر طالبانو باندې نفوذ لري نه د پاکستان ملکي حکومت.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په تیرو اونیو کې له پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو سره ولیدل او له هغوی څخه ئې د افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه وکړه. کرزي ویلي دي چې د افغانستان د سولې له بهیر څخه د پاکستان ملاتړ حیاتي ارزښت لري.

افغانستان له پاکستان څخه غواړي چې د طالبانو له مشرانو سره د هغوی اړیکه ټینگه کړي. ویل کیږي چې د ملا عمر په گډون د طالبانو ډیر شمېر مشران په پاکستان کې مېشت دي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پام وړ پرمختگونه تر سترگو کیږي. طالبانو اعلان کړی دئ چې په قطر کې به له امریکایي ځواکونو سره د خبرو اترو په موخه یو دفتر پرانیزي. خو هغوی ویلي دي چې یوازې به له امریکا متحده ایالاتو سره خبرې اترې وکړي نه له افغان حکومت سره.

که څه هم افغان حکومت ویلي دي چې د طالبانو او امریکا تر منځ په خبرو کې ونډه لري خو دغې ډلې تل د کابل دا ادعاوې رد کړي دي. کابل او اسلام آباد دواړه اندیښمن دي چې د افغانستان د سولې له بهیر څخه لیرې پریښول شوي دي.

مسعود جهش (فرانس پرس)
کتونکی: نسیم صابر