1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پر افغان کرهڼيزو محصولاتو لار تړلې ده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه

د پاکستان دولت پرهغو افغان کرهڼیزو محصولاتو د ترانزیت لار تړلې ده، چي د هغه هيواد له لاري د نړۍ بازارونو ته لیږدول کیږي.

https://p.dw.com/p/14meR
انځور: AP

رسمي شمیرې ښيي چي د افغانستان شاوخوا اتیا سلنه کرهڼیزه سوداګري د پاکستان د کراچۍ او هند له لاري له نړیوالو سره صورت مومي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه چي ولي يې د افغان محصولاتو د صادراتو مخه په خپله خاوره کي نيولې ده، په رسمي توګه کوم دلیل نه دئ وړاندي کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وایې چي د پاکستان د حکومت دغه ګام به په افغانستان کي د میوو او سابو هغه فصل ته سخت زیان ورسوي چي دمګړۍ د رسیدو په حال کي دئ. ځکه که بهر ته یې د لیږد مخه ونیول شي په کورنیو بازارونو کي به امبار پاته شي او بیه به ئې د پام وړ ولویږي.

د سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي اسلام آباد له دوی سره د لاري د پرانیستلو ژمنه کړې وه خو بیا یې خپل تعهد مات کړی دئ او هڅه کوي افغان کروندګروته د سلګونو ميلیونو ډالرو په ارزښت زیان واړوي:

«تیر کال موږ د دغو ستونزو له کبله خپل یوازي لس سلنه محصولات هم د هند بازارونو ته و نه رسول، موږ ته سخت تاوان را ورسید او سږ کال هم پاکستان زموږ تخریب ته ملا تړلې ده».

د نوموړي په خبره چي د پاکستان څه باندي شل زره ترانسپورتي وسايط هره میاشت افغانستان ته تګ را تګ کوي او خپل سوداګریز مواد د افغانستان مارکیټونو ته د خرڅلاور له پاره راوړي په داسي حال کې چي د افغانستان د موټرو مخه نیسي.

هغه وايي که د کراچۍ بندر ته غځېدلې لار د افغان سوداګرو پر مخ خلاصه نه شي په دې سره به د افغانستان اقتصاد ته سخته ضربه ورسیږي.

په ورته وخت کي د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د دغي ستونزي د هوارولو له پاره د نویو هڅو د پيلیدو خبره کوي.

د دغه وزارت نطاق وحیدالله غازي خیل وايي چې ډیر ژر به افغان او پاکستاني چارواکي د دواړو ملکونو د سوداګریزي راکړي ورکړي او مخ ته د پرتو خنډونو د لري کولو له پاره سره جرګه شي.

د غازي خیل په وینا چي د افغان او پاکستاني سوداګرو د ستونزو د لري کولو له پاره دمګړۍ د اپتا په نامه یوه ګډه کاري ډلګۍ هم کار کوي چي ډیر ژر به له دواړو لورو لس کسیزه پلاوي دا موضوع د یوې ناستي په ترڅ کي وڅېړي:

«د اپتا په نامه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډ کمېسیون به ډير ژر غونډه وکړي دیارلس کسه به د افغانستان او په همدې شمیر به د پاکستان له لوري سره جرګه شي چي څرنګه دا لانجه ژر تر ژره هواره کړو.»

افغانستان چي له وچي سره تړلی هیواد دئ دې ته اړتیا لري چې خپل ډیر محصولات د پاکستان له لاري نړیوالو بازارنو ته ورسوي.

خو اوس د پاکستان په خاوره کي د افغان سوداګرو پر وړاندي ډیر خنډونه پراته دي.

کارپوهان د پاکستان د حکومت دغه کار له سیاسي ملحوضاتو زیږنده بولي چې ښايي په لنډ وخت کي ورته د حل لاري موندل اسان کار نه وي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل