پاکستان پر امریکا خپله پوځي اډه بنده کړه
۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبهدا په داسي حال کي ده چي د پاکستان د دفاع وزیر ویلي چي د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي لا هم ترینګلی دي.
پاکستان په ښکاره توګه د بي پیلوټه الوتکو بریدونه غندلي او دا یي په خپلي خاوري تیری بللی خو ښايي په پټه توګه د پاکستان استخباراتي شبکي د افغانستان پولي ته څیرمه په قبایلي سیمو کي د القاعدي شبکي او د طالب مشرانو په نښه کولو کي هم مرسته کړي وي.
د «فایننشل ټایمز» ورځپاڼی د پاکستان د دفاع وزیر، احمد مختار، له خولي لیکلي چي پاکستان د بلوچستان په ایالت کی د «شمسی پوځی اډي» څخه د امریکا د متحده ایالاتو د بی پیلوټه الوتکو بریدونه درولي دي.
د ډیر وخت راهیسي داسي ویل کیده چي دغه پوځي اډه د امریکا متحده ایالاتو د بی پیلوټه الوتکو په عملیاتو کی استعمالوله.
مختار خبریالانو ته ویلي چي له دي وروسته به د شمسی پوځی اډي څخه د امریکا متحده ایالا هیڅ رنګه الوتنی و نه کړي.
په پاکستان کی د CIA د یو اجیر مامور له خوا په رڼا ورځ د دوو پاکستاني وګړو تر وژل کیدو وروسته، د دواړو هیوادونو اړیکي خړي شوی وي، او پلازمینی اسلام آباد ته څیرمه دالقاعدی د ډلی د مشر، اسامه بن لادن، تر وژل کیدو وروسته دغه اړيکی لا پسی ترینګلی شوي.
د پاکستان پوځ په جدي توګه په پاکستان کي د امریکا د متحده ایالاتو د پوځونو د شمیر د راکمولو غوښتنه کړي وه او د امریکا د متحده ایالاتو سره یي د استخباراتي معلوماتو د شریکولو لپاره هم یو حد ټاکلی ؤ.
فایننشل ټایمز د پاکستانی چارواکو په حواله لیکلي چي واشنګټن ته خبر ورکړل شوي چي د شمسی پوځي اډي څخه خپل ټولي زیربناوی لري کړي.
دغه چارواکو دا هم ویلي چي د 2009 کال راهیسي د دغي پوځي اډي څخه د بي پیلوټه الوتکو هیڅ کوم الوتنه نه ده تر سره شوي.
د کله راهیسي چي اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه چاري په لاس کي نیولي په پاکستان کي د بي پیلوټه الوتکو بمبارۍ پیل شوي.
په پاکستان کي د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د دغه بریدونو د جاري ساتلو لپاره لا ډیر ټینګار کیږي.
دا په داسي حال کي ده چي د امریکا په متحده ایالاتو کي داسي شکونه پیدا شوي چي ګواکي د اسامه بن لادن په پټ ساتلو کي د پاکستان ځیني دولتي کړيو مرسته کوله.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش