1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پر طالبانو باندي د بريد اجاره نه وه ورکړې

۱۳۸۶ شهریور ۶, سه‌شنبه

په افغانستان کي د امريکې ترمشرۍ لاندي ائتلافي ځواکونو اقرار کړی چي د وی د پاکستان د حکومت له اجازې پرته په هغه هيواد کي د اسلامي بنسټپالو په وړاندي پوځي عمليات ترسره کړي

https://p.dw.com/p/DK8j
نوموړي ټلوالي مخکي دا ټنگار کوۍ چي دوی ته د پاکستاني ادارو لخوا دا اجازه ورکړل سوې وه
نوموړي ټلوالي مخکي دا ټنگار کوۍ چي دوی ته د پاکستاني ادارو لخوا دا اجازه ورکړل سوې وهانځور: AP
د ائتلافي ځواکونو د شنبې د ورځي په عملياتو کي چي د افغانستان او پاکستان د گډ ي پولي په د واړو خواو کي د طالب وسلولوډلو په وړاندي تر سره سول شاوخوا لس تنه پکښي ووژل سول.
نوموړي ټلوالي مخکي دا ټنگار کوۍ چي دوی ته د پاکستاني ادارو لخوا دا اجازه ورکړل سوې وه، چي د ډ يورنډ د کرښي د واړو خواوته د طالبانو پر مرچلو باندي حملې وکړي. خو اسلام آباد داخبري رد کړې.
پاکستان په وار وار دا ويلي چي پخپله خاوره کي به هيڅ وخت بهرنيو ځواکونو ته ددې اجازه ورنه کړي چي پوځي عمليات تر سره کړي. ځکه د هغوی په وينا د ولت يي د اورپکود له منځه وړلوتوان لري.
څه موده مخي يوشمير امريکايي چارواکو ويلي وه چي د القاعدې په مشرانو پسي د لټون او د هغوي د له منځه وړلولپاره کيداي سي په پاکستان کي هم پوځي عمليات ترسره کړي.