1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پر غلطه لار روان دی

۱۳۸۷ خرداد ۲۹, چهارشنبه

د Berlinske Tidende په نامه ډنمارکۍ محافظه کاره ورځپاڼه ...

https://p.dw.com/p/EMFQ
په پاکستان کي اسلامي اعتراضونه
په پاکستان کي اسلامي اعتراضونهانځور: AP
په افغانستان او پاکستان کې دطالبانو دفعاليتونو په اړوند لیکې ،چي په شمال لويديځ ، قبايلې سيموکې دطالبانو سره دپاکستان دحکومت دسولې تړون يو مشکوک عمل بلل کيږی . ددغي دنمارکۍورځپاڼي په عقیده داچي دپاکستان نوی حکومت غواړی دطالبانو سره دسولې ديوه تړون په لاس لیک کولوسره پخپل هيواد کې سوله او ثبات راولي ، او دغه هدف ته درسيدلو دپاره دتروريستانو سره دخبرو ميز ته کښېني ،ښايي دوی به په يوه ډيره لوړه بيه، لږو ډيره سوله په پاکستان کی وساتي، خو په مقابل کی به دپاکستان په شمالي ګاونډي هيواد افغانستان کی دطالبانو دفعاليتونو لمن لاپسې پراختيا پيدا کي . او طالبان به د صوبه سرحد دسيمې څخه دافغانستان خاور ي ته وراوړي ،او هلته به خپل عملیات سرته رسوی . خو پاکستان دلته بايد دا حقیقت هيرنه کي ، چی په همسايه هيواد افغانستان کی فعال پوځي ځواکونه به هم دطالبانو پر ضد خپلو عملياتو ته دوام ورکوي او دضرورت په صورت کی به دهغوی دتعقيب دپاره دپاکستان خاوری ته هم وراوړې . نو له دې کبله دډنمارکۍ محافظه کاري ورځپاڼي په عقیده دتروريزم سره دمبارزې کومه لاره چې پاکستان غوره کړې ده،يوه غلطه لار ده او دابه دپاکستان دپاره ښه وای که چيرې دتروريزم سره په جګړه کي دوی فعاله ونده اخيستۍ وای .