1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان : په سوات کي داسلام پالو سره اوربند دانديښنې وړنه دی

۱۳۸۷ اسفند ۵, دوشنبه

د پاکستان دخارجه چارو وزير، په دې اونۍ کي واشنګتن ته سفر کوي تر څو واشنګتن ته ډاډ ورکړي ،چي په سوات کي داسلام پالونکو سره د پاکستان د سولي تړون د تروريزم ضد مبارزي ته کوم تاوان نه رسوي.

https://p.dw.com/p/GzYA
د پاکستان نوې رهبري
د پاکستان نوې رهبريانځور: AP

د يوه تړون له مخي، ايالتي حکومت موافقه کړې ده چي د سوات په دره کي اسلامي شريعت جاري سي . پاکستان وايي چي د دي تړون هدف دا دی ترڅو په سيمه کي د زورپالني د ودي مخ ونيسي، خو دې تړون داسي تشويشونه هم را پيدا کړي ،او هغه داچي ښايي پاکستاني چارواکي د طالب سخت دريځو په مقابل کي تسليم سوي وي.

د پاکستان دخارجه چارو وزير، محمود قريشي په هغو تبصرو کي چي د پاکستان د دولتي تلويزيون د لاري خپرې سوي دي ، وويل : « انشاءالله موږ به په دي وتوانيږو چي په دې اړه ملاحظات او انديښنې چي دوی يعني د امريکا متحده ايالاتو څرګندي کړي دي، کرار کړو.»

قريشي زياته کړه : «کله چي موږ هغوي ته د سيمي وضعيت بيان کړو او هغه هدفونه چي موږ يي لرو چي ولي مو په دې اقداماتو لاس پوري کړی، او خپل نظر هم څرګند کړو، زه ګمان کوم چي انديښنې به له منځه ولاړي سي .»

قريشي په دېاونۍ کي متحده ايالاتو ته سفر کوي، ترڅو دسيمي دپاره د واشنګټن د امنيتي پاليسي په يوې له سره کتني کي برخه واخلي .د افغانستان او پاکستان دپاره د متحده ايالاتو خاص استازی، ريچارد هالبروک د تيري پنجشنبې په ورځ وويل، چي هغه د پاکستان دجمهوررييس آصف علي زرداري سره تيلفوني خبري وکړې ،او د سوات په سيمه کي يې د اسلام پالو سره د سولي د تړون په هکله خپله انديښنه څرګنده کړه.

د افغانستان دخارجه چارو وزير رنګين دادفر سپنا به هم په دې اونۍ کي واشنګټن ته ولاړسي ، او دامينتي پاليسي په دغه دسره کتنه کي به ګډون وکړي . د پاکستان لوی درستير جنرال اشفق کياني لا يوه اونۍ دمخه دامريکا متحده ايالاتو ته رسيدلی دی.

پاکستاني چارواکي د اسلام پالو سره د خپل وروستي تړون څخه دفاع کوي ،او وايي چي دا د قبايلي سيمو څخه افغانستان ته د اورپکو د فعاليتونو د مخنيوي په خاطر يوه لار ده . خو افغانستان دغه ډول تړونونه ناکامه بولي .

د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ چي د پولينډ د کراکو په ښار کي د ناټو ددفاع وزيرانو او د آيساف د غړو هيوادونو په غونډو کي ګډون درلودۍ ،د آلمان ږغ راډيو سره په مرکه کي وويل چي د ترهګرۍ پر ضد هر ډول تيريدنه نه يوازي د افغانستان،بلکه د سيمي دپاره هم يو خطر دی . ده د خپل هيواد او د ګاونډيو تر منځ د پراخو همکاريوغوښتنه وکړه.

دبلي خوا د سوات اومالاکنډ د تړون اوپر افغانستان اوسېمه باندي د هغه دتأثيراتو په باب په افغانستان او پاکستان کي بېلابېلي پوښتني راپېداسوي دي ،چه ځيني د هغه عواقب منفي او نور يې بيا مثبت بولي .دوی وايي چه آيا په رښتا به هم دسولي اوسنی تړون دوخت دگټلوپه معنی وي، اوکه دافغانستان اوسېمي د خلگودذهنونود مشغولودپاره ؟