1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان په قبایلي سیمه کې د بې پولو ډاکټرانو فعالیت بندوي

۱۳۹۶ شهریور ۲۴, جمعه

د بې پولو ډاکټرانو سازمان ویلي چې پاکستاني چارواکو له دوی څخه غوښتي چې په ترهګرۍ ځپلو قبایلې سيموکې دې خپل خیریه فعالیتونه وځنډوي. پاکستان هڅه کوي چې پر بهرنیو خیریه سازمانونو باندې کنټرول پراخ کړي.

https://p.dw.com/p/2k2Q7
Pakistan Parachinar
انځور: Getty Images/P. Bronstein

بې پولو ډاکټرانو یا (MSF) ویلي چې د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمو کې پرته په کرمه ایجنسي کې د پاکستان حکومت د دوی د فعالیت د جواز د بیا نوي کولو څخه ډډه کوي. دغه خیریه سازمان په دې سیمه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د چهارشنبې په ورځ کاتریني مودي چې په پاکستان کې د دې سازمان استازې ده، د یوې بیانیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې «د بې پولې ډاکټرانو سازمان د هغو چارواکو د پریکړې له امله په خفګان کې دی چې په کرمه ایجنسۍ کې د خیریه سازمانانو مسوولیت لري.»

دغه قبایلې سیمې د پاکستان په کچه تر ټولو بې وزله سیمې دي چې شاوخوا سل کاله وړاندې د بریتانیا د واک پرمهال د معرفي شوي یو سیستم په چوکاټ کې په قبایلي کچه مدیریت کیږي.

بل لوري ته په کرمه ایجنسي کې یو لوړ پوړي دولتي چارواکي د دې خبرې پخلی کړی چې وروسته له هغې چې د بې پولو ډاکټرانو د فعالیت جواز تاریخ پای ته رسیدلی، له دوی څخه غوښتل شوي چې دلته خپل فعالیتونه متوقف کړي.

د پنجشنبې په ورځ یاد چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې «له دوی څخه غوښتل شوي چې تر هغه پورې چې د دوی د کار جواز نه وي تمدید شوی، خپل فعالیتونه ودروي.» نوموړی همدا راز زیاتوي چې دولتي چارواکي د ټول پاکستان بیا په ځانګړې توګه په قبایلي سیمو کې د خیریه سازمانونو فعالیتونه له نږدې څاري.

په عین وخت کې دې سازمان ویلي چې په داسې حال کې  چې دوی په دې قبایلې سیمه کې د تیرو ۱۴ کلونو راهیسې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، پاکستاني چارواکو دوی ته تر اوسه پورې د جواز د نه تمدید په هکله جزئیات نه دي ورکړي.

په داسې حال کې چې که څه هم په دې وروستیو کلونو کې د یاغیانو پر ضد تر یو لړ پوځي عملیاتو وروسته په پاکستان او بیا په قبایلي سیمو کې د تاوتریخوالي پیښې کمې شوي، خو کرمه ایجنسي بیا هم د ترهګرو ډلو له پاره یو تر ټولو ښه هدف دی.

د همدې کال په جون میاشت کې د کرمې ایجنسۍ مرکز پاړه چنار چې زیاتره اوسیدونکې یې شعیه مسلمانان دي، د یو لړ خونړیو بریدونو  شاهد و. د روژې په وروستیو او له اختر مخکې د همدې سیمې په یوه مارکیټ کې غبرګو چاودونو شاوخوا ۶۹ کسان ووژل او له ۲۰۰ ډیر یې ټپیان کړل.

د قبایلي سیمو اوسیدونکو بیا په دې سیمو کې د پرمختیايي پروژو او د امنیت د نشتون له امله پر اسلام آباد نیوکې کوي. د بې پولو ډاکټرانو سازمان په ۲۰۰۴م کال کې په کرمه ایجنسې کې خپل فعالیت پیل کړ. د دې سازمان په  اعلامیه کې همدا راز راغلي چې «موږ به خپلې ټولې هڅې وکړو چې په پیښور ښار کې زموږ د ښځینه وو له پاره د روغتون له لارې د فاټا یا قبایلي سیمو میرمنو او تازه زیږیدلو ماشومانو ته خپل خدمتونه وړاندې کړو.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.04.2015):