1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان په قبایلي سیمو کې اصلاحات راولي

۱۳۹۵ اسفند ۱۲, پنجشنبه

د پاکستان چارواکو ويلي چې کابینې د پنجشنبې په ورځ یو داسې پلان تائید کړ چې له مخې به یې له افغانستان سره پر پوله پرتو قبایلي سیمو کې اصلاحات عملي شي. په دې سیمه کې یاغیان پراخ حضور لري.

https://p.dw.com/p/2YWId
Nord Waziristan Flüchtlinge 19.06.2014
انځور: Reuters

د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف، یوه ویاند ویلي دي چې دغه تائيد شوی پلان له مخي به سیاسي او ادارې اصلاحاتو راوستل شي، څو قبايلي سيمي د هیواد له نورو سیمو سره يو شان شي.

دغه سیمه په نولسمه پېړۍ کې لا بریتانويانو له افغانستانه بېلي کړي، خو تر اوسه پوري لا پکښې مدني قوانین او ځایي رسمونه نافذ دي. دغه ځانګړی حالت په ۱۹۷۴م کال کې د له هندوستان څخه د پاکستان تر آزادۍ وروسته هم عملي پاته شو.

د اوسني پاکستان او افغانستان تر منځ د انګلیسانو له خوا ایستل شوي کرښې (ډيورنډ لاين) په سیمه کې پراته پښتانه قومونه سره بیل کړي دي.

په دې سیمه کې اصلاحات ښايي د یاغي او ترهګرو ډلو فعالیتونه یو څه محدود کړي. تر دې مخکې هم د پاکستان پوځ په پراخو عملیاتو سره په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو راوستلو هڅه کړې وه.

نوازشریف خپلي کابینې ته ویلي دي: «موږ غواړو چې د قبایلي سیمو اوسیدونکي له ملي سطحي سره برابر کړو چې د هغوی محرومیت پای ته ورسیږي.»

دغه قبايلي سيمي به په ۲۰۲۱م کال کي په خيبر پښتونخوا ايالت پوري مربوط سي.