1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په کابل کې نیول شوي دیپلوماتان آزاد شوي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه

پاکستان وایي چې افغانستان هغه دوه پاکستاني دیپلوماتان آزاد کړي دي، چې په کابل کې نیول شوي ول. دغه خبر اسوشیتد پرس خبري آژانس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2dBfe
Kombobild Flaggen Afghanistan Pakistan
انځور: Getty Images

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په وینا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې دغه دواړه استازي بيرته په کابل کې سفارت ته ستانه شوي دي.

پاکستان تر دې دمخه د دغو کسانو د نیولو په هکله افغانستان ته احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې دا له نړیوالو کنوانسونو څخه سرغړونه ده.

رپوټ زیاتوی چې د کابل پولیس د کوم چا له نیولو څخه بې خبرې ښيي. پاکستان د دغو دیپلوماتانو د هویت او دا چې دغه پیښه کله رامنځ ته شوې ده، په هکله هیڅ جزئیات نه دي ورکړي.

دواړه هیوادونه یو پر بل باندې د پولو په اوږدو کې د یاغیانو پر فعالیتونو باندي د سترگو پټولو تورونه لگوي. د روانې میلادي میاشتي په سر کې په چمن کې د سرحد پر سر لانجې په ترڅ کې د دواړو هیوادونو تر منځ نښته هم رامنځ ته شوه چې مرگ ژوبله یې هم لرله. له هغې راهیسې پاکستان له افغانستان سره په چمن کې خپله سرحدي لار تړلې ده.

د پاکستان ایکسپرس ټریبون، ورځپاڼې د خپلې یوې سرچینې له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستان د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دغه هیواد د استخباراتي ادارې له لوري د دوو دیپلوماتانو د نیولو پر سر افغانستان ته احتجاج کړی دی.

ورځپاڼي د خپلې سرچینې په هکله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان ملي امنیت ادارې دغه دوه دیپلوماتان هغه وخت په کابل کې ونیول چې د کابل په یوه مارکیټ کې یې له دوکان څخه قرطاسیه رانیوله. د ورځپاڼې په حواله افغانستان لا په دې هکله کوم غبرگون نه دی ښوولی.

ویل شوي دي چې په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی وو او د پیښې په هکله یې ورته احتجاج کړی دی.

(AP/SR)