1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: پوځي عملیاتو 42 یاغیان وژلي

۱۳۹۰ تیر ۱۷, جمعه

پاکستاني چارواکو د جمعي په ورځ وویل چي په دغه هیواد کي د شورشیانو په وړاندی ‎څلور ورځینی هوایي او ځمکنیي پوځی عملیاتو کي شاوخوا 42 شورشیان او اته پوځیان وژلی دي. دغه عملیات د افغانستان پولي ته نږدي په لاره اچول شوي دي

https://p.dw.com/p/11rgq
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

پاکستان څلور ورځی وړاندی د افغانستان پولی ته نږدي د کورم په قبایلي سیمي کی يو لړ پوځي عملیات په لاره واچول تر څو د دغي سیمي څخه شورشیان وشړی. دغو عملیاتو ډیر شمیر کورنی هم له سیمی څخه وتلو ته اړ کړي.

که څه هم د پاکستان پوځ وایی چي ورستیو څلورو وروځو کی یی شاوخوا 42 یاغیان وژلی خو دغه شمیره د کوم بل خپلواک سازمان لخوا نه ده تایید شوي ځکه چی دغی سیمی ته ژورنالستان او نور خپلواک سازمانونه لاسرسی نه لري.

پاکستاني پوځیانو د دوشنبی په ورځ د دغو عملیاتو پیل اعلان کړ. ښایی دغه عملیات پر پاکستان د امریکایی ځواکونو د فشارونو په پایلی کی په لاره اچول شوي وي. پر پاکستان د امریکا فشارونه وروسته له هغی ډیر شول چی د دغه هیواد سرتیرو د اسلام آباد په څو کیلومتري کي د القاعدی د شبکی مشر، اسامه بن لادن، وواژه.

یوه پاکستانی پوځی چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط د فرانسی خبری اژانس ته ویلي چی د پاکستان پوځ په ورستیو څلورو ورځو کی جوکۍ، منتاو او سرکټ سیمي د یاغیانو څخه پاکي شوي دي. هغه ویلي:

«د دغو عملیاتو په ترڅ کی مو 42 یاغیان وژلي او د سلو څخه ډیر نور مو ټپيان کړي دي. اته پاکستاني سرتیرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړي. طالبان اوس د تیښتی په حالت کی دي او مونږ مخ په وړاندی روان یو.»

يو بل پاکستاني چارواکي بیا وویل چی په دغی پیښي کي 40 شورشیان وژل شوی دی. د هغه په وینا د دغو عملیاتو په ترڅ کي څه نا څه 500 کورنۍ د دولت لخوا جوړو شوو سرپنا ګانو کي ژوند کوي. ویل کیږي چي د دغي جګړي له امله 28000 کسان له سیمي څخه تیښتي ته اړ شوي چی ډیري یی خپل خپلوانو سره ژوند کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولي ته د متحده ایالاتو لخوا د نړی د تر ټولی خطرناکي سیمي نوم ورکړل شوی دي. د پاکستان د خیبر د ایجنسي چارواکي وایی چی په دغه سیمه کي لس کسان هغه وخت ووژل شول چی لشکري اسلامی شبکي او دولتی ملیشو تر منځ جګړه پیل شوه.

که څه هم پاکستان په وروستیو کی د متحده ایالاتو د فشارونو په پایلي کي د خپل هیواد دننه د طالبانو په وړاندي پوځي عملیات په لاره اچولي، خو دغه هیواد لا تر اوسه هم د حقاني د شبکي په وړاندي چي په شمالي وزیرستان کي میشته ده کوم عملیات نه دي پیل کړي.

آژانسونه / مسعود جهش
کتونکي: سید ریاض