1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: چاودنې ۱۳ کسان ووژل

۱۳۹۱ مهر ۲۲, شنبه
https://p.dw.com/p/16PUh

د پاکستان په دره ادم خېل نومې قبايلي سيمه کي د يوه موټر بم چاودنې لږ تر لږه 13 انسانان وژلي دي او 25 تنه نور ئې ژوبل کړي دي. د حکومتي چارواکو په وينا ښايي د دغه بريد موخه د طالب ضد ملیشو د غړو په نخښه کول وه.

زياته سوې ده چي تر اوسه پورې د دغه بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې. د دره ادم خېل قبايلي سيمه د پېښور او کوهاټ ښارونو تر منځ پرته ده چي تر دې مخکې هم په کې څو څو ځله ځانمرگي بريدونه چاودنې شوې دي.