1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: چاودنې ۱۹ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ بهمن ۱۳, جمعه
https://p.dw.com/p/17We6

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د یوه مسجد په وړاندې په بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۱۹ کسه وژل سوي او نور ۴۰ تنه ټپيان سوي دي. د پولیسو په حواله دغه پيښه د افغانستان سره په سرحد کې نزدې سیمي هنګو کې رامنځته سوې ده. یوه پولیس وویل چې لمونځ کونکي چي کله د جمعې تر لمانځه وروسته د مسجد څخه د راوتلو په حال کې وو، نو دغه چاودنه تر سره سوه. لا تر اوسه چا د دغه برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی. په هنګو کې پخوا هم د وسله والو طالبانو لخوا دغه ډول د تشدد ډکي پيښي رامنځته سوي دي.