1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: چمتو يو د افغانستان امنيتي ځواک و روزو

۱۳۸۹ بهمن ۴, دوشنبه

پاکستان يوار بيا اعلان کړی چي چمتو دی د افغانستان ملي اردو او ملي پوليس وروزي او په دي توګه يي د ښه نيت څرګندونه کړې ده.

https://p.dw.com/p/Qujn
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشيانځور: Abdul Sabooh

د پاکستان د بهرنيوچارو وزيرشاه محمود قريشي ددغه اعلان په ترڅ کي ويلي دي چي، په دي وروستيوکي د کابل او اسلام آباد مناسبات ښه سوي دي، ځکه نو غواړو د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو په روزنه کي برخه واخلو.

د پاکستان دغه اعلان په افغاني کړيو کي بيلابيل غبرګونونه را پارولي دي. ډيری کارپوهان اوعام وګړي په دې اند دي چي، پاکستان ددې پرځای چي، افغان ملي اردو او ملي پوليس وروزي پکارده چي، د افغانستان سره په امنيتي لحاظ مرسته وکړي.

د کورنيو چارو وزارت د ۵۰۵ زون لوي قوماندان جنرال ګل نبي احمدزی وايي چي د پاکستان دغه اعلان د ګاونډيتوب له نظره د پام وړدی خو له نيکه مرغه زموږملي اردو او ملي پوليس دا مهال په ښه روزنيزموقعيت کي دي او تر ډيره په مسلکي پوهي سمبال دي.

ده وويل چي دا دولت په رهبري پوري اړه لري چي دپاکستان ددي وړانديزپه وړاندي څه ډول غبرګون څرګندوي.

متقاعد جنرال محسن مختار بيا وايي چي پاکستان که غواړي چي د افغانستان په وړاندي د ښه ګاونډيتوب ثبوت ورکړي، نو د خپل هيواد څخه دي د وران کارو ليږل افغانستان ته و دروي.

د هغه په خبره د پاکستان اردو په دې دريڅ کي نه دی چي اردو ته روزنه ورکړي او نه دپاکستان اردو کوم جنګ ګتلی دی.

خوپوڅي کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت بيا د پاکستان ددې وړانديزسره سخت مخالفت ښودلی او وايي چي، د پاکستان د استخباراتو سازمان غواړي ددې لاري اجنټان پيداکړي.

ده وويل پاکستان په دې نيت کي صادق نه دی اود کابل سره د زړه له کومي نه غواړي د ګاونديتوب اړيکي وپالي.

داپه داسي حال کي ده چي همدا اوس د المان، امريکا او انګلستان لخوا د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو روزنه دوام لري او افغان پوڅي چارواکي وايي چي د ملي اردو او ملي پوليسو شميره يي دري سوه زره ته رسيدلې.

جمال کوټوال/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل