1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان چین ته په نږدی کیدو غربی فشار کموي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۷, سه‌شنبه

وروسته له هغی چی اسامه په پاکستان کی ووژل شو، پر پاکستان نړیواله بی اعتمادی د ډیریدو په حال کی ده. د دغه حالت څخه د وتلو او غربی نړی ته د ګواښ ورکولو په موخه، پاکستان چین سره خپلی اړیکی لا نږدی کول غواړی

https://p.dw.com/p/11HXP
چینی او پاکستانی مشران
چینی او پاکستانی مشرانانځور: picture alliance/dpa

څیړونکی وایی چی د اسامه د مړینی څخه وروسته د پاکستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ اړیکی خړی شوی او دغه خبره کیدای شی چی د چین او پاکستان د منځینو اړیکو د لا ښه کیدو لامل شی. افغانستان څخه د امریکا ګړندی وتل هم پاکستان ته د چین د لیوالتیا د ډیریدو لامل کیدای شی.

چینایی چارواکی به په راتلونکی اونی کی د پاکستانی صدراعظم، اصف علی زرداری، څخه په بیجنګ کی هرکلی وکړی. دغه چارواکی به همدا راز د پاکستان او چین د 60 کلنی دوستی څخه په داسی حال کی یادونه وکړی چی د پاکستان او غربی نړی اړیکی په ښه حالت کی نه دی.

څیړونکی وایی چین ته د اصف علی زرداری سفر کیدای شی پر پاکستان د متحده ایالاتو او نړیوالی تولنی فشارونه کم کړی ځکه چی په دی کار سره پاکستان غواړی متحده ایالاتو ته وښیی چی دغه هیواد د خپل ريښتینی ګاونډی، چین، تر څنګ ولاړ دی.

پاکستانی تقاعد شوی جنرال او سیاسی څیړونکی، طلعت مسعود، د فرانسی خبری اژانس ته وویل چی چین یوازینی هغه هیواد دی چی د اسامه به موضوع کی یی پاکستان سره همدردی وښودله. هغه وویل: «جین ته د پاکستان د صدراعظم دغه سفر ځکه ډیر مهم دی چی کیدای شی پر پاکستان د متحده ایالاتو فشارونه کم کړی. د دغه سفر د تر سره کولو سره پاکستان غواړی متحده ایالاتو ته دغه خبره و کړی چی د پاکستان په لاس کی هم د لوبی ځینی مهری شته.»

په پاکستان کی د اسامه بن لادن د وژنی وروسته چین د پاکستان څخه خپل دوامداره حمایت ښودلی. دا په داسی حال کی ده چی په غربی نړی کی داسی پوښتنی پیدا شوی چی کیدای شی پاکستان د اسامه بن لادن د پتنځای څخه خبر وه، او د ده څخه یی ملاتړ کوه.

د جین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، چیانګ یو، د اسامه بن لادن د وژنی څخه څو ورځی وروسته وویل چی پاکستان تل مدام د تروریزم په وړاندی جګړی کی په لومړی کرښی کی ولاړ پاتی شوی.

دا په داسی حال کی ده چی د پاکستان څخه د چین دغه حمایت د پاکستانی سیاستوالو د نظر څخه پټ نه دی پاتی شوی. په پاکستان کی د مخالف ګوند پیاوړی مشر، نواز شریف، ژورنالیستانو ته په دی هکله وویل: « په دغی تاریخی ګړی کی ویلی شم چی یوازی چین هغه هیواد دی چی د پاکستان تر څنک ولاړ پاتی شو، بل هیڅ کوم هیواد نه.»

په پاکستان کی ډیر شمیر خلک په دی اند دی چی امریکا متحده ایالتو سره د پاکستان ملګریتوب، دغه هیواد ته په وروسیو لسو کلونو کی کومه ګته نه دی رسولی. د څیړونکو په اند کیدای شی چی د همدی له وجی پاکستان د امریکا د ملګرتیا څخه لری شی او د خپل پښوانی او ریښتنی ملګری ، چین سره لا ښی اړیکی تینګی کړی.

په دی اړه مسعود وایی: «که د متحده ایالاتو او هندوستان فشارونه پر پاکستان ډیر شی، نو پاکستان کولای شی چی دا خبره وکړی چی تر شا یی چین ولاړ دی.»

چین پاکستان ته د وسلو د پلورلو تر ټولو لوی قرار داد لری. چین همدا راز ویلی چی دغه هیواد به په پاکستان کی څو اتمی اډی جوړوی.

د نافال دڅیړونکو د مرکز یو غړی، کیری دومباغ، وایی دا چی پاکستان د چین د دیر شمیر دریزونو څخه ملاتړ کوی کیدای شی د دی خبر لامل شی چی دغه دواړه هیوادونه سره لا نږدی شی. دی وایی: «پاکستان په اسلامی نړی کی د چین د نماینده او مشاور په توګه کار کوی.»

ډیر شمیر څیړونکی په دی اند دی چی چین په دی خبری پوهیږی چی پاکستان به د 2015 څڅه وروسته کله چی امریکا او د ناټو نور ځواکونه په بشپړه توګه د افغانستان څخه ووځی په دغه هیواد کی خپل نفوذ لا ډیر کړی.

چین همدا زار د پاکستان ملګرتیا ته اړتیا لری ترڅو د خپل هیواد په مسلمانی سیمی کی چی د پاکستان سره په سرحدی سیمو کی پرته ده، د تروریزم د منځ ته د راتلو د امکان په وړاندی جګړه وکړی.

په همدی حال کی چین غواړی چی په سیمی کی آرامی اوامنیت راشی په خاصه توګه د پاکستان په بلوچستان کی له کوم ځای څخه چی چین غواړی د عربی نړی څخه د نفتو پایپ لاین وغزوی.

خو د ټولو سره، څیړونکی وایی چی د پاکستان او چین تر منځ ملګرتیا خپل حد او حدود لری. د سیاسی چارو څیړونکی، حسن اکبری، وایی: «پاکستان د چین لپاره مهم دی او پاتی به هم شی، خو کله چی د تکنالوژی او پیسو موضوعات منځ ته راځی، چین باید امریکا او غربی نړی ته مخ واړوی.»

د پاکستان او چین د اړیکو څیړونکی، اندریو سمال، هم د دغی خبری پخلی کوی او وایی چی چین د پاکستان څخه کوم کار چی غواړی واخلی دا ده چی غواړی هند په منځینی اسیا کی بوخت وساتی ترڅو په یو نړیوال قدرت بدل نه شی خو چین په هیڅ کله هم داسی شرایط د ځان لپاره جوړ نه کړی، په کوم کی چی به یوازی د پاکستان سره مصروف پاتی شی.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی/ احمد ولی اچکزی