1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: کیداې شي امریکا ښه ملګری له لاسه ورکړي

۱۳۹۰ مهر ۱, جمعه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري حنا رباني کهر د امريکا وروستي تورنه چي آی اېس آی د حقاني ډلي ملاتړ کوي ناسم بللي دي. کهر ويلي دي چي دا ډول تورونه د دې وجه گرځېدلای سي چي امريکا د يوه ملگري څخه بې برخي سي.

https://p.dw.com/p/12f2Y
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهرانځور: picture alliance/dpa

د سه شنبې په ورځ د امريکا د متحده ايالاتو لوی درستيز اميرالبحر مايک مولن په واشنگټن کي يوه کانفرانس ته د وينا پر وخت وويل چي پاکستان د حقاني د ډلي ملاتړ کوي:

« موږ پر آی اېس آی ږغ کوؤ چي د حقاني ډلې سره خپلي اړيکي پرېږدي او پدې توگه د دغې ډلې له لاري په افغانستان کي د امريکا او ټلوالو پر ضد و پټي جگړې ته دپای ټکی کښيږدي. تر څو چي دا نه وي سوي نو د ټولې پروسې بريا به د گواښ سره مخامخ وي.»

مايک مولن د لومړي ځل لپاره د يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي په توگه په مستقيمه توگه پر پاکستان تور ولگوی چي د افغانستان په جگړه کي د امريکا پرضد برخه اخلي. د دې څخه تر مخه افغان حکومت په څو څو ځله پاکستان پدې تورن کړی ؤ چي د افغان حکومت د وسله والو مخاليفينو سره مرستي کوي. د امريکا لخوا به داسي تورونه د نا نومول سوؤ چارواکو لخوا په غېر مستقيمه توگه د پاکستان پر بعضو کړيو لگول کېدل. ياني په رسمي توگه به د امريکا لخوا پر پاکستان او يا پر پاکستانۍ ادارو داسي تورونه نه لگول کېدل چي اوس پدې کي بدلون راغلی دی. ژورنالست رحيم الله يوسفزی وايي چي دغه د دواړو هيوادونو تر منځ د خرابو اړیکو يوه نوې کړۍ ده:

« پخوا هم امریکا پر پاکستان د وسله والو سره د مرستي تورونه لگول خو نه په رسمي توگه. اوس امريکايي چارواکي په عام محضر کي پر پاکستان تور لگوي چي د حقاني د ډلې تر څنگ د وسله والو طالبانو سره سره مرسته کوي چي په افغانستان کي د امريکايانو پر ضد جگړه پر مخ بوزي. زه فکر کوم چي اړيکي پخوا هم ښه نه وې او د دې وروسته به لا پسي کړکېچني سي.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري رباني کهر د يوه پاکستاني تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي چي امريکا نه سي کولای چي پر پاکستان او خلکو داسي جدي تورونه ولگوي. د دې په وينا پدې توگه سره امريکا د خپل يو ټلوالې څخه بې برخي کېدلای سي.

د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه طلعت مسعود وايي چي امريکا په تيرو وختونو کي په افغانستان کي د يو شمېر ناکاميو سره مخامخ سوېده. د نوموړي په وينا اوس غواړي چي د خپلو ناکاميو پړه پر بل چا واچوي:

« موږ بايد دې ته پام وکړو چي امریکا په تيرو وختونو کي زياتي لاس ته راوړنې ندي درلودلي. په زياته بيا په وروستيو مياشتو کي. ځو ورځي تر مخه په کابل کي د امريکا پر سفارت بريد د امريکا لپاره شرمؤنکی ؤ، همدا وجه ده چي دوی اوس پړه پر بل چا وراچول غواړي.»

په عيني حال کي پاکستان په جنوبي وزيرستان او يو شمېر نورو قبايلي سيمو کي د وسله والو پر ضد په پوځي عملياتو بوخت دی. د پاکستان دننه د وسله والو ډلو لخوا تره گر بريدونه تر سره کيږي تر اوسه پکښي په زرگونو ولسي خلک وژل سوي دي. پاکستان وايي چي په شمالي وزيرستان کي د حقاني او نورو وسله والو ډلو پر ضد د جگړې لپاره وسايل او پيسې نه لري. هغه پداسي حال کي چي د امريکا د سنا يوې کمېټي دوې ورځي تر مخه د پاکستان سره د اقتصادي مرستو د منجمده کولو غوښتنه وکړه. دغې کمېټي د يو مليارد ډالرو ژمنې سوې مرستي د حقاني د ډلې پر ضد د عملياتو سره مشروطه کړې. د دې تر څنگ د امريکا لخوا په غېر رسمي توگه داسي گواښونه هم سوي چي که پاکستان د حقاني ډلې پر ضد عمليات ونه کړي نو به امريکا پخپله و قبايلي سيمو ته عسکر ولېږدوي. خو د ژورنالست رحيم الله يوسفزي په وينا ښايي دغه کړکېچ لا ستونزمن کړي:

« که امريکا و شمالي وزيرستان ته خپل عسکر د لنډو پوځي عملياتو لپاره ولېږدوي نو پاکستان يې مخه نسي نيولای. ښايي پاکستان د مخنيوي هڅه هم ونه کړي. خو که امريکا هڅه وکړي چي شمالي وزيرستان تر خپل کنټرول لاندي راولي نو ښايي دا د دواړو هيوادونو تر منځ د جگړې سبب ورگرځي.»

رحيم الله يوسفزی وايي چي په پاکستاني ولس کي مخ له وړاندي لا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو له کبله د امريکا ضد احساسات زيات دي. که امريکا د پاکستان و پولو ته د اسامه بن لادن پر ضد د عملياتو په څېر يو ځل بيا ور ننوځي او هغه هم په خپل سر، ښايي دا د پاکستان دحکومت پوزيشن په پاکستاني ولس کي زيات کمزره کړي. د نوموړي په وينا دا به د امريکا په گټه کي هم نه وي که د پاکستان حکومت راوپرځي.

امريکا دا هم نه غواړي چي اټومي ځواک پاکستان د قدرت د يوې خلا سره مخامخ سي. هغه پداسي حال کي چي امريکا په سيمه کي د تره گرۍ پر ضد د پاکستان ملگرۍ ته اړتيا لري.

احمدولي اڅکزی/ وصلت حسرت ناظمي
کتونکی: سيد رياض