1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې چاودنې اته تنه ووژل

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ دی ۲۰, شنبه

د جمعې په شپه ناوخته د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه د شیعه مذهبو پر عبادت ځای باندې برید کې اته تنه وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د ترهگرۍ د قضیو له پاره د نهو محکمو د جوړیدو خبر ورکړی.

https://p.dw.com/p/1EIHC
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Naveed

د ورکړل شوو خبري رپوټونو له مخې ځانمرگي برید کوونکي هغه وخت خپلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ کله چې هغه د تکیه خانې چې په پاکستان کې ورته «امام بارگاه» وایي په دروازه کې د پولیسو او داوو طلبو کسانو له لوري ودرول شو. دغه چاودنه د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه د راولپنډۍ په ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د سیمې د پولیسو قوماندان عمر حیات، دغه برید تائید کړی دی، په کوم چې د یوه پولیس په شمول اته تنه ووژل شول. د ژرغونې د عملې یوه تن محمد وقاص د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې ۱۶ تنه ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د سعید احمد په نوم یوه عیني شاهد ویلي دي چې برید کوونکی پر موټرسایکل باندې سپور وو، او د مسجد د باندې یې د موټر سایکل د درولو وروسته عبادت ځای ته د ننوتو هڅه وکړه. ویل کیږي چې دغه مهال په عبادت ځای کې شا او خوا ۱۵۰ تنه موجود وو. نوموړې عیني شاهد په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «یو لوی ناورین به رامنځ ته شوې وای، که چیرې هغه [برید کوونکی] ودانۍ ته ننوتی وای.»

په تلویزونونو کې ښوول شوي انځورونه ښيي چې د دغه درې پوړیزي ودانۍ د ننوتو لاره او ودانۍ ته څیرمه کورونو ته سخت زیان اوښتی دی.

د فرانس پرس خبري آژانس د پاکستاني طالبانو د «جماعت الاحرار» په نوم د یوې څانگې د ویاند احسان الله احسان، له قوله لیکلي دي چې په راولپنډۍ ښار کې د شیعه مذهبو پر عبادت ځای باندې د برید مسوولیت د دوی ډله پر غاړه اخلي.

د پوځي محکمو جوړیدل

د پاکستان د پوځ ویاند ډگر جنرال عاصم باجوه، ویلي دي چې نهه پوځي محکمې جوړې شوي دي او په وینا یې «ډیر ژر به په فعالیت پیل وکړي.»

تیره اوونۍ د پاکستان پارلمان په اساسي قانون کې په تعدیل راوستو سره د ترهگرۍ په تړاو د قضیو په گړندۍ توگه د څیړلو له پاره د ځانگړو پوځې محکمو جوړیدو ته لاره هواره کړه.