1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: یوولسو «ترهګرو» ته د اعدام سزا

دويچه ويله اردو۱۳۹۵ مرداد ۲۶, سه‌شنبه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف، په ترهګرۍ کښې ښکیلو یوولسو «ډیرو خطرناکو» ترهګرو ته د اعدام سزا اعلان کړې ده.

https://p.dw.com/p/1JjEy
انځور: picture-alliance/dpa/K.Nietfeld

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه په یوه خپره شوې بیانیه کښې راغلي دي چې دغو ترهګرو د بلوچستان د پولیسو مشر فیاض سنبل، د آی ایس آی کارکوونکو رضا خان او کامران نذیر په وژولو کښې لاس درلود.

په اعدام کیدونکو کښې هغه مجرمین هم شامل دي چې په مذهبي وژنو، د سړي تښتونې، د پاکستاني ملیشو او د پاکستان د پوځ د یوه تورن په وژنه کښې یې لاس درلود. د دې ټولو تورنو کسانو دوسيې په نظامي محکمه کښې څیړل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر د دې کسانو نوم لړ هم خپور کړی دی. په دې کسانو کښې ضیاالحق، فضل ربي، محمد شیر، عمرزاده، لطیف الرحمن، محمد عادل، اسرار احمد، عبدالمجید، حضرت علي، میا سید اعظم، او قیصر خان شامل دي.

په پاکستان کې د ۲۰۱۴م کال د دیسمبر میاشتې تر خونړي برید وروسته د ملي پروګرام د پلان له مخې په دې هیواد کښې د اعدام پر سزا محدودیت لیرې کړل سو او تر اوسه تر ۳۰۰ ډیرو کسانو ته د اعدام سزا ورکړل سوې ده.

د پاکستان په اساسي قانون کښې له بدلون وروسته، له دوو کلونو راهيسي مجرمینو ته د ژر تر ژره سزا ورکوني له پاره نظامي محکمې ترسره کیږي.

د بشري حقونو ادارې په نظامي محکمو کښې د ترسره شوو پریکړو روڼتیا ته د شک په سترګه ګوري.

په پيښور کي پر ښوونځي د بريد انځورونه