1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ۱.۴ میلیونه افغان کډوالو ته اسناد ورکوي

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۱, پنجشنبه

یوه پاکستاني چارواکي ویلي دي چې هیواد یې غواړي په پاکستان کې میشت ۱.۴ میلیونه افغان گډوال چې اوس کوم اسناد نه لري، د څلورو راتلونکو میاشتو په ترڅ کې ثبت کړي.

https://p.dw.com/p/1EpBl
انځور: Reuters/F. Aziz

اټکل کیږي چې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې یو شمیر یې په قانوني توگه په پاکستاني اداراو کې ثبت هم نه دي.

په پیښور کې د ۲۰۱۴ کال په وروستيو میاشتو کې پر یوه ښوونځی باندي تر يرغل وروسته، په پاکستان کې میشت افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ شول او ډیر یې د هغوی په خبره د چارواکو د ناسم چلن له کبله د دغه هیواد پریښودو ته اړ شول.

تر دې وروسته افغان حکومت له پاکستاني چاراکو سره خبري پیل کړي، څو دې ستونزې ته د حل یوه لار ومومي.

د پاکستان د ایالاتونو د چارو وزیر عبدالقادر بلوچ، له خپل افغان سیال سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ سره موافقه کړې ده چې سره یوه گډه کمیټه جوړه کړو او افغان کډوال ثبت کړو. دغه کار به د څلورو میاشتو په جریان کې وشي.»

دغه پاکستاني چارواکي روښانه کړې ده چې اوس په پاکستان کې ۱.۶ میلیون ثبت شوي او ۱.۶ میلیون ناثبت شوی افغان کډوال اوسیږي.

هغه زیاته کړې ده چې پاکستان، افغانستان او د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره یا UNHCR به له نړیوالو مرستندویه سازمانونو سره د دغو کډوالو تر ثبتولو وروسته اړیکه ټینگه کړي، څو له هغوی سره مرسته وشي.

پاکستان تر دې دمخه هغو افغان کډوالو ته چې ثبت شوي نه دي ضرب الاجل ټاکلی وو چې له دې هیواد څخه ووځي خو دې موضوع بیا افغان حکومت او پخپله کډوالو ته ستونزي پيدا کړي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سعید حسین عالمي بلخي ويلي دي چې په افغانستان کې داسې انگرینه موجوده ده چې په پاکستان کې میشت افغان کډوال زورول کیږي خو هغه وویل چې عینی شرایط داسې نه دي.

هغه زیاته کړې ده: «خو اسناد ښيي چې داسي څه نه دي شوي. د پاکستان خلک ډیر د لوی زړه خاوندان دي او له خپلو افغان مېلمنو سره ښه رویه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په فيبرورۍ میاشت کې د د کډوالو نړیوال سازمان یا (IOM) ویلي ول چې د د روان کال له پیل څخه ۳۰۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستنیدو ته اړ شوي دي.

دغه سازمان اندیښنه څرگنده کړې وه چې افغان کډوال په پاکستان کې پر یوه ښوونځي باندې تر برید وروسته له بد چلن سره مخامخ ول.