1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ۵۰۰ افراطيان اعداموي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۱, دوشنبه

يوه پاکستاني چارواکي ويلي دي چي په پيښور کي پر يو ښوونځی باندي تر يرغل او عام وژني وروسته، حکومت غواړي چي په راتلونکو څو اونیو کي نزدې ۵۰۰ محکوم سوي بندي افراطيان اعدام کړي.

https://p.dw.com/p/1E8YE
انځور: picture-alliance/dpa/I. Sheikh

په پيښور کي پر يو ښوونځی باندي د وسله والو طالبانو د يرغل په غبرگون کي، د پاکستان لومړي وزير نواز شريف له ۲۰۰۸م کال راهيسي د اعدام ځنډول سوي سزا د بيرته عملي کولو امر وکړ.

د نواز شريف تر دې اعلان وروسته تر اوسه پوري ۶ تنه بندي افراطيان اعدام سوي دي. اوس ويل کيږي چي په سوونو محکوم سوي بنديان اعدام ته په کتار کي ولاړ دي.

پاکستاني طالبانو د تيري سه شنبې په ورځ په پيښور کي پر هغه ښوونځی باندي چي د پوځيانو له خوا زده کړي پکښې ورکول کيږي په يرغل کي ۱۴۹ انسانان ووژل، چي ۱۳۳ پکښې زده کوونکي ول. دا د دغه هيواد په تاريخ کي تر ټولو سخت يرغل وو.

د دغه يرغل مسئوليت د تحريک طالبان پاکستان ډلي پرغاړه واخيست او ويې ويل چي په دې سره ئې پر قبايلي سيمو باندي د پاکستان د پوځ د عملياتو غچ واخيست.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال له دوبي راهيسي له افغانستان سره په سرحد قبايلي سيمو کي د وسله والو طالبانو او القاعدې پرضد عمليات پيل کړي دي.

د دغه هيواد د پوځ د معلوماتو له مخي په دغو عملیاتو کي تر اوسه پوري ۱۷۰۰ ياغيان وژل سوي دي.