1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ۵۶ کسانو ته مرگژوبله واوښته

۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبه

په پاکستان کې د پنجشنبې په ورځ په دوو جلا پېښو كې د شپاړلسو سرتیرو په گډون ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په لومړۍ پېښه کې پر یوه سرویس برید وشو او په دویمه پېښه کې د پولیسو پر یوه موټر باندې چاودنه وشوه.

https://p.dw.com/p/15OBm
انځور: AP

د كوټې د پوليسو مشر مير زبیر محمود، د پېښې په ځاى كې خبريالانو ته وويل: «په دغه پېښه كې ۱۳ تنه وژل سوي دي او تر ۳۰ پورې نور ټپیان دي. د ده په خبره دغه موټر له تفتان څخه كوټي ته راروان وو چې د كوټي په هزار ګنجي سيمه كې ورباندې چاودنه وشوه.»

دغه سرویس له ایران څخه پاکستان ته هغه هزاره گان لیږدول. هغوی ایران ته د مذهبي مراسمو د ترسره کولو له پاره تللي ول.

زبیر زياته كړه چې له بس سره د پوليسو د ګزمې موټر هم په بشپړه توګه له منځه تللى دئ. هغه زیاته کړه:

«په دې بس موټر كې ټول سپاره ټول کسان هزاره گان دي چې ايران ته د زيارت كولو له پاره تللي ول. خو كله چې بیرته پاکستان ته ستانه شول نو د دغې پېښې ښكار سول.»

پر هزاره ګانو باندې په كوټه او د بلوچستان ايالت په نورو سيمو كې له تېرو ديارلسو كالونو راهيسې دا ډول بريدونه تر سره کیږي.

د پنجشنبې د ورځې د بمې برید پړه هم په پاكستان كې تند لارې ډلې لښكر جنګوي، پر غاړه اخيستې ده. دا په داسې حال کې ده چې د هزاره دموكراتيك ګوند مشر عبدالخالق هزاره، دا د پاكستاني دولت كار بولي.

په کوټه کې تر بمې چاودنې مخکې د پاكستان په قبايلي سيمه خيبر ايجنسي كې هم یوې بمي چاودنې تر لسو زيات پاكستاني سرتیرو ته مرگ ژوبله واړوله.

د پاكستاني دولتي چارواكو په خبره د خيبر ايجنسي په باړه كې د امنيتي ځواكونو پر موټر باندې د ريموټ كنټرول بمي چاودني له امله اته تنه سرتيرې وژل سوي دي او څلور تنه نور ټپيان دي. په پاكستان كې په وروستيو وختونو كې په ترهګريزو پېښو كې زياتوالی راغلى دئ.

حبیب الله تأثیر
کتونکی: مسعود جهش