1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ۸ هندي دپلوماتان په جاسوسۍ تورن کړي

۱۳۹۵ آبان ۱۳, پنجشنبه

پاکستان د پنجشنبې په ورځ ۸ هندي دپلوماتان په ترهګرۍ او جاسوسۍ تورن کړل. دغه تور په کشمير کې پر سرحد د ډزو تر تبادلې څو ورځي وروسته لگول کیږي.

https://p.dw.com/p/2S5MO
Karte Kaschmir umstrittene Grenzregionen

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام آباد کي د هند د سفارت ۸ همکاران د هند د استخباراتي ادارې «را» له پاره په جاسوسۍ تورن کړي دي.

دغه معلومات د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند نفيس ذکريا، له خوا د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶ کال د نوامبر ۳يمه نېټه) رسنيو ته ورکړل سوي.

د يادو تورونو په تړاو د هند د سفارت د همکارانو نومونه د شپې له خوا د پاکستان رسنيو ته بربند کړل سوي دي. په دغو نومونو کي د راجيش اګني هوتري نوم هم شامل دی. د پاکستان له خوا پر دغه تجارتي هندي قونسل تور لګول سوی چي هغه د هند د استخباراتي ادارې «را» د ډلې مشر دی.

سندهـ او بلوچستان ايالت

په دې ترڅ کي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر اتو ټکو ولاړ د تورونو يو ليست خپور کړی دی. په دغو کي پر دپلوماتانو د جاسوسي فعاليتونو تورونه لګول سوي دي.

پاکستان پر تورنو کسانو او په دې توګه پر هند تور لګولی چي د پاکستان په سندهـ او بلوچستان ايالتونو کي ناقراريو ته لمن وهلې.

د دې تر څنګ هنديان په پاکستان کي د (CPEC) په نوم د چين د مهمې پروژې د سبوتاژ کولو تورونه هم لګول سوي دي. دغه پروژه پاکستان او چين په گډه تمويلوي چي ورته ۴۶ ميليارده ډالره پلان سوي دي. د دغې پروژې په ترڅ کي چين غواړي چي د پاکستان له لاري له عرب سمندر سره وصل سي.

افغانستان

پاکستان پر دغو هنديانو تور لګولی دی چي له پاکستاني طالبانو سره يې همکاري کړې، څو د پاکستان د غرب ګاونډي هيواد افغانستان سره يې اړيکي خرابي کړي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا نه ده روښانه کړې چي ايا د هند سفارت ۸ تورن سوي ديپلوماتان به له پاکستان څخه وباسي که څرنګه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.12.2014):