1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: 2.5 میلیونه سېلاب ځپلي ناروغه دي

۱۳۹۰ شهریور ۲۵, جمعه

د پاکستان په سندهـ ايالت کي د مون سون زورورو بارانونو لوی سېلابونه رامنځ ته کړي دي. د پاکستان د قدرتي آفاتو سره د مبارزې ادارې ويلي دي چي د اغېزمنو سوؤ انسانانو شمېر 54 لکو ته رسېدلی دی چي پکښي 25 لکه يې ناروغه سوي دي.

https://p.dw.com/p/12a7P
په پاکستان کې وروستي سیلابونه
په پاکستان کې وروستي سیلابونهانځور: dapd

د قدرتي آفاتو سره د مبارزې پاکستانۍ ادارې پر نړۍ والو ږغ کړی دی چي د سندهـ ايالت د سېلاب ځپلو سره په مرستو کي ورسره کومک وکړي. د نيشنل ډيزاسټرمېنجمنټ اتارټي دغې ادارې ويلي دي چي که په سمدلاسه توګه نړۍ والې مرستې ورته ونه رسيږي نو د زرګونو انسانانو د ژوندونونو د له منځه تلو ګواښ موجوده دی.

آکسفام نومي يوې غېر حکومتي مرستندويه ادارې له مخه لا ويلي ول چي په سندهـ ايالت کي څه باندي پنځوس لکه انسانان د سېلاب څخه اغېزمن سوي دي.

پاکستان له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړي.
پاکستان له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړي.انځور: dapd

يوازي د چهارشنبې په ورځ (د سپتامبر 15 مه) د څه باندي 50 انسانانو د وژل کېدو خبرونه ورکول سوي ول. د مرستندويه ټولنو لخوا ويل سوي چي په سږني سيلاب کي زياتي ناروغۍ هم خپرې سوي دي. پدې ترځ کي ويل سوي چي څه باندي شپږ لکه انسانان د سترګو د ناروغيو، پنځه نيم لکه د پوستکي د ناروغيو، تقريبا درې لکه د تنفسي ناروغيو او څه باندي اوه نيم لکه د کولورا د ناروغۍ سره مخامخ سوي دي.

يوه ځايي ژورنالست وکيل الرحمن د المان ږغ ډويچه وېله ته وويل چي د سندهـ ايالت د 23 ولسواليو څخه 17 د سېلابونو څخه اغېزمنې سوي دي. هغه زياته کړه چي د سندهـ ايالت په سترو ښارونو کراچي او حيدر آباد کي هم سېلابونو زيانونه اړولي دي.

وروستیو سیلابونو ډیره زیاته مرګ ژوبله رامنځ ته کړي ده.
وروستیو سیلابونو ډیره زیاته مرګ ژوبله رامنځ ته کړي ده.انځور: dapd

پاکستان تېر کال د خپل تاريخ د تر ټولو ستر سېلاب سره مخامخ سوی ؤ چي پکښي په لسګونو زره انسانان ډوب سوي ول او په مليونونو انسانانو خپل کورونه د لاسه ورکړي ول. هغه مرستي چي پدې ترځ کي د نړۍ والو لخوا د پاکستان د حکومت سره سوي وې د يو شمېر کتونکو په وينا زياته برخه يې په اداري فساد کي له منځه تللې ده. د دې تر څنګ بې پلوه کارپوهان پر پاکستانيو ادارو تور لګوي چي د سږني سېلاب لپاره يې د تېر کال د ترخې تجربې باوجوده سم چمتو والی نه ؤ نيولی.

 احمدولي اڅکزی

کتونکی: سيد رياض