1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخوانی قاضي د پاکستان چارې په لاس کې لري

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ فروردین ۶, سه‌شنبه

په پاکستان کې له دوشنبې ورځې راهیسې موقت حکومت رامنځ ته شوی دی چې مشري یې پخوانی قاضي میر هزار خان کھوسو کوي. کهوسو به په پاکستان کې د مې میاشتې په ۱۱ نیټه د ټاکنو په پایله کې نوي رامنځ ته کیدونکي حکومت ته واک وسپاري.

https://p.dw.com/p/184BR
انځور: AFP/Getty Images

دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې یو حکومت خپله قانوني موده پای ته رسوي او د ټاکنو له لارې د یوه نوي حکومت د رامنځ ته کیدو له پاره تیارۍ نیول کیږي. ښاغلی کهوسو به د نوي حکومت تر جوړیدو پورې د پاکستان چارې سمبال کړي. دغه ۸۴ کلن پخوانی قاضي چې د ټاکنو د کمیسیون له خوا د پاکستان د موقت مشر په توګه ټاکل شوی دی، باید خپله موقته کابینه هم وټاکي.

د مې میاشتې په یوولسمه نیټې تر سره کیدونکې ټاکنې د پاکستان په تاریخ کې لومړی ټاکنې دي چې د یوه حکومت د قانوني دورې تر پوره کیدو وروسته په لاره اچول کیږي. نظر پوښتنې ښيي چې د پاکستان د اپوزیسیون د مشر نوازشریف ګوند پاکستان مسلم لیګ (نواز شریف) به په دغو ټاکنو کې ډیرې رایې تر لاسه کړي، خو په دې هیواد کې د نظر پوښتنو پایلې ‌ډیرې باوري نه وي.

پرویز مشرف د تیرې یکشنبې په ورځ بیرته پاکستان ته ستون شو او اعلان یې وکړ چې په ټاکنو کې به ګډون وکړي.
پرویز مشرف د تیرې یکشنبې په ورځ بیرته پاکستان ته ستون شو او اعلان یې وکړ چې په ټاکنو کې به ګډون وکړي.انځور: Getty Images

نوازشریف د دوشنبې په ورځ په مانسهره ښار کې یو ټاکنیز کمپاین په لاره واچوه. هغه د دغه کمپاین په ترڅ کې یوه وینا هم وکړه چې په کې یې د اقتصادي پرمختګونو وعدې وکړې. پولیسو ویلي دي چې د نوازشریف د وینا د اوریدو له پاره شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسان سره راټول شوي ول.

نواز شریف په ۱۹۹۰ کال کې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو خو درې کاله وروسته د اداري فساد په تور له دې دندې ګوښه شو. په ۱۹۹۷ کال کې هغه یو ځل بیا د پاکستان د حکومت مشري پر غاړه واخیسته، خو دې حکومت هم ډیر دوام و نه کړ او په ۱۹۹۹ کال کې د پرویز مشرف د یوې کودتا په پایله کې ړنګ شو.

پخپله پرویز مشرف بیا په ۲۰۰۸ کال کې له خپلې دندې استعفأ وکړه او د تبعید ژوند یې پیل کړ. هغه د تیرې یکشنبې په ورځ بیرته پاکستان ته ستون شو او اعلان یې وکړ چې په ټاکنو کې به ګډون وکړي.

په تیرو څلورو کلونو کې د پاکستان اقتصاد او امنیت دواړه خراب شوي دي.
په تیرو څلورو کلونو کې د پاکستان اقتصاد او امنیت دواړه خراب شوي دي.انځور: Reuters

د ملاتړو په شمیر کې توپیر

کله چې پرویز مشرف له څلور کلن تبعید څخه بیرته خپل هیواد ته راستنیده، د هغه د هرکلي له پاره په سلهاو کسان هوایي ډگر ته تللي ول. خو د نوازشریف د بیانیې د اوریدو له پاره بیا تر ۳۰۰۰۰ پورې کسان د مانسهرا ستیدیوم ته ورغلي ول. ستیدیوم ته راغلو کسانو له ځان سره داسې شعارونه لیږدول چې په کې لیکل شوي ول: «د پاکستان زمریه، موږ له تا سره مینه لرو.»

ویل کیږي چې ډیر پاکستاني رای ورکوونکي پر اصف علي زرداري په غوسه دي. په تیرو څلورو کلونو کې د پاکستان اقتصاد او امنیت دواړه خراب شوي دي نو له همدې کبله داسې امکان شته چې دغه موضوع له نواز شریف څخه ملاتړ لا پسې ډیر کړي.

پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې په یوه اتومي قدرت باندې بدل شو. هغه وخت نواز شریف د پاکستان د حکومت مشري پر غاړه لرله. شریف د دوشنبې په ورځ په خپله وینا کې وویل: «تیر ځل مو یوه اتومي چاودنه وکړه، دا ځل به یوه اقتصادي چاودنه [اقتصادي انقلاب] وکړو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب