1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"پخوانۍ مزه نه شته خو اوس هم نوروز لمانځو"

۱۳۹۱ فروردین ۱, سه‌شنبه

نوروز د افغانستان او ايران سر بيره په تاجکستان، ترکيې، اذربايجان، د روسيې په يو شمېر جمهوريتونو او پاکستان کې هم لمانځل کیږي. په پاکستان کې د نوروز مراسمو ته نور نومونه هم ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/14Nk6

د نوروز جشن د ۱۹۷۸م کال تر پایه پوري د افغانستان پولي ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمو کې په ډیر ښه ډول لمانځل کیده او له ښارونو څخه به خلک په دغه جشن کې د گډون له پاره دې سیمو ته ورتلل. اوس هم د پاکستان په قبایلي سیمو کې د نوروز جشن لمانځل کیږي خو د پخوا په څیر نه.

د خیبر ایجنسي د خبریالانو د کلتوري ټولنې غړی شیر عالم شینواري، وایي چې پخوا به په قبایلي سیمه کې د نوروز جشن د یوې اونۍ او یا هم درو ورځو له پاره دوام کاوه:

«په دغه میله کې به مشاعري کیدې. اتڼونه به کیدل او موسیقي به وه. پر دې سربیره به په دغو میلو کې ځایي خواړه هم تیاریدل او په ډیر خوند سره به خلکو دغه ورځې لمانځلې.»

شینواری زیاتوی چې په ۱۹۷۸م کال کې په افغانستان او ایران کې د ستونزو او ګډوډیو رامنځ ته کیدو، په پاکستان کې د دې ورځي لمانځل تر خپل اغیزې لاندي راوستله. د هغه په وینا تر دغې نیټې مخکې به په دغو میلو کې د شیعه او سني خبره نه وه او هر چا به پکښي گډون کاوه، خو ورو ورو د دغې ورځې لمانځل یواځي په شیعه گانو پورې محدوده شوه.

د هغه په وینا دغه ورځ اوس د نوروز پر ځای په نورو نومونو لمانځل کیږي. د هغه په خبره اوس د پاکستان په قبایلي سیمو کې خلک د نوروز میلې ته د سپین گل او یا ژیړ گل د میلې نوم ورکول کیږي. تر دې نومونو لاندې اوس د پاکستان په ځینو برخو کې مشاعري هم جوړیږي.

د نوروز دغه ورځ د پاکستان په قبایلي سیمه پاړه چنار او د کوهاټ سیمې په شاوخوا کې اوس هم لمانځل کیږي. د پاکستان په دغو سیمو کې د شیعه گانو په منځ کې دغه ورځ لمانځل کیږي. خو په پاکستان کې په وروستیو وختونو کې د تاوتریخوالي پيښو د دغې ورځ لمانځنه هم تر خپل سیوري لاندې راوستې ده او د پخوا په شان په ډیر شان او شوکت سره نه لمانځل کیږي.

پر دې سربیره د پاکستان په ډیرو برخو کې افغان کډوال هم شته چې هغوی د نوی کال دغه ورځ لمانځي. د خیبر پښتونخوا د ایالت په مرکز پیښور او د بلوچستان په مرکز کویټه کې هم ډیر افغانان د مسافرۍ شپې او ورځې تیروي او د نوروز دغه ورځ له یو بل سره لمانځي.

د پاکستان په نورو سیمو کې دغه ورځ په دې نوم نه لمانځل کیږي خو د پسرلي په پیل سره په پنجاب ایالت کې د «جشن بهاران» په نوم د گلونو یوه میله جوړیږي.

سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش