1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخوانۍ ښځينه پلوټه: افغان پوځ او حکومت لاچاره پرېښودلې يم

۱۳۹۵ آذر ۱۳, شنبه

شرميلا وايي چي د هیواد میني او له پيلوټۍ سره ځانګړي لیوالتیا دغه سخت ډګر ته راوستلې، لیکن که خبره وای، چي دا به د ژوند په وروستیو کي پر سپېره میدان یوازي پرېښوول کیږي، نو یوه ورځ به يې هم کمربند ترملا نه وای تړلې.

https://p.dw.com/p/2TgKk
Afghanistan ehemalige Kampfpilotin Sharmila
انځور: DW/M.I. Specalai

د کندهار ښار ختیځ پلو هوايي بلاکونه یو وخت د ښار مهمه برخه وه. په دغو بلاکونو کي مهمو نظامي کسانو استوګنه کوله. خو اوس یاد بلاکونه د وخت په تیریدو سره زاړه سوي او د بیلا بیلو ولایتونو په اقتصاد کمزوري کورنۍ پکښي اوسيږي. يادو بلاکونو ته نرۍ خامه لار جلا سوې، د دوهم بلاک په درېیم پوړ کي درې زړې تاریکي خوني دي.

په یوه خونه کي يې د افغانستان د پوځ پخوانی ډګروال او د هغه جګړنه میرمن شرمیلا ژوند کوي. د دې خوني له نمجن بوی سره د درملو او زړو توشکو بویونه د انسان سږمې تخنوي. شرمیلا درې لسیزي ترمخه په افغان هوايي ځواک کي یوه پېژندل سوې پيلوټه وه. دا وايي چي د پيلوټۍ او د جیټ الوتکي تخنیک يې په روس، هند او ترکیه کي زده کړی دی.

انجنیره شرمیلا په خپله وينا لسهاوو الوتني کړي او څو ځله په پراشوټ کي د جګړې ډګرونو ته د ملي ځواکونو سره د مرستي په موخه تللې ده. دا وايي پر پښو ویشتل سوې، سترګي او دماغ يې لکه څنګه چي ښايي کار نه کوي، خو د چارواکو له یاده وتلې ده.

«له دوکاندارانو خيرات غواړم»

دغه پخوانۍ پلوټه وايي چي څو ځله يې د چارواکو دروازې ټکولي، خو ګټه يې نه ده کړې. هغه وايي چي اوس اړه سوې، چي په بازار کي پر دوکاندارانو وګرځي او خیرات ټول کړي. د دې په قول، په خیرات لاس ته راغلي پیسې يې د خاوند او ځان د درملني نه بسیږي.

انجنیره شرمیلا له دولته غواړي، چي یو کور ورته ورکړي، د خاوند سره يې هندوستان ته د درملني لپاره ولیږي او د خوراک او څښاک غم يې وخوري. د دې په قول، د همدې وطن په دفاع کي دغه حالت ته رارسیدلې، چي اوس نو د پاڼ او پړانګ ترمنځ ژوند تیروي. 

نوموړې مخکنۍ پيلوټه زیاتوي، د هیواد میني او له پيلوټۍ سره ځانګړي لیوالتیا دغه سخت ډګر ته راوستلې، لیکن که خبره وای، چي دا به د ژوند په وروستیو کي پر سپېره میدان یوازي پرېښوول کیږي، نو یوه ورځ به يې هم کمربند ترملا نه وای تړلې.

«نور د زغملو وړ نه دی»

شرميلا وايي، له خورا لوړو هیلو سره يې د هیواد په هوايي ځواک کي هري سختۍ ته اوږه ورکړه، خو اوس دغسي حالت ته رسیدلې ده، چي عریضه يې لا څوک نه مني. 

مخکنۍ افغان پيلوټه شرمیلا وايي، د ژوند کمزوري اقتصادي يې نور د زغمولو نه دی او پر تیرو خدمتونو سخته پېښمانه ده. شرمیلا په تیرو دیرشو کلنو کي په کندهار، کابل او بګرام هوايي ډګرونو کي دنده اجراء  کړې ده.

د دې خاوند ډګروال عبدالمالک هم لوړي زده کړي په روسیه کي کړي او بیا د استخباراتي ماموریت پر بنسټ پاکستان هیواد کي تر نیولو وروسته اتلس کاله يې په بند کي تیر کړي دي. دغه پخوانی ډګروال وايي، تر راخوشي کیدو وروسته يې دندي ته ملا وتړل، چي د وسله والو طالبانو په کمین کي پر ملا او پښو په ثقیل ویشتلی سوی او اوس فلج پروت دی.

دی وايي، سخت ځوریږي، چي یو وخت يې له خپلي میرمنی سره د وطن خدمت کاوه لیکن اوس يې څوک پوښتنه لانه کوي. ډګروال عبدالمالک هم غواړي، چي لوړ پوړي چارواکي يې پرحال زړه وسوځي او ترهرڅه لومړی يې د درملني غم وخوري.

د ده په قول هیڅ وخت يې فکر نه سوای کولای، چي میرمن به يې فقر کوي او دی به د فقر پیسې په خوړو او درملو لګوي.