1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخوانې قوي داعش اوس ضعیف سوې ښکاري

۱۳۹۵ فروردین ۲, دوشنبه

ګواښونه دومره ډیر دي چي اوس باید یو دیوال جوړ سي. عراقي کارگرانو څه نا څه ۱۰۰ کیلومتره دیوال پورته کړی چې یو وخت به پر ټول ښار باندي راوگرزول سي چې د بغداد اوسیدونکي د اسلامي دولت له ځانمرګو بریدونو خوندي شي.

https://p.dw.com/p/1IH7Z
Syrien IS Soldaten in Raqqa
انځور: picture alliance/AP Photo/Raqqa Media Center

د اسلامي دولت ترهګرې ډلي جنگیالیو په وروستیو وختونو کي په تکرار سره خونړي بریدونه کړي دي. د مارچ میاشتي په سر کي یوه ځانمرگي بریدکونکي د چاودیدونکو موادو ډکي لارۍ سره شاوخوا ۵۰ انسانان ووژل او همدومره یې ټپیان کړل. تر هغه لږ مخکې دوو ځانمرگو بریدکوونکو د بغداد د شیعه گانو د ناحیې پر یوه مارکيټ باندي خپل چاودیدونکي مواد وچاودل چي پکښی تر ۷۰ ډیر انسانان ووژل سول.

په ټوله عراق کي په فبروري میاشت کي په ځانمرگي بریدونو کي شاوخوا ۶۷۰ انسانان ووژل سول.

خو د یوه دیوال جوړیدل لانجمن دي. ډیر شمیر کسان په دي نظر دي چي هغه به ډیره گټه ونه کړي ځکه چي ترهگر د چاودنو ترسره کولو له پاره ټول لازم مواد په بازارونو کي رانیسي.

د بغداد د ولایتي شورا د امنیتي کمیټې مشر سعد مطلبي، د «ال مونیتور» په نامه انټرنیتي مجلې ته ویلي دي چي په بغداد او د هغه په شاوخوا کي ډیر شمیر سنیان ژوند کوي چي د اسلامي دولت ډلي سره همدردي لري. هغه زیاته کړې ده: «د لطیفې په ناحیه کي ترهگر وده کوي ځکه چی د ښار اوسیدونکي له هغوی سره همدردي لري.»

امنیتي قواوي هم بې وسه دي ځکه چي په هیواد کي د سیاسي اپوزیسون یوه برخه د سنیانو دفاع کوي. سنیان د شیعه گانو له خوا ځانونه په خطر کي ویني، کوم چي پرعراق باندي د صدام حسین تر راپرزیدو وروسته سیاسي واکمني لري. د سنیانو د همدې اندیښنو څخه د اسلامی دولت ترهګره ډله گټه اخلي.

د داعش د تشدد نوي ستراتیژي

په هامبورگ کې د آلمان د نړیوالو او سیمه څیړنو د انستیتوت د منځني ختیځ کارپوه شتيفان روزیني، په نظر د اسلامي دولت ډلي پیاوړتیا ځینو شرایطو پورې ده. ځکه چي دغه ډله په خاصه توګه په سوريې کي په تیرو څو میاشتو کي ډیره ضعیفه سوې او تر فشار لاندي ده. ډیر ځایونه او د تمویلیدلو ډیري منابع یې له لاسه ورکړي دي. هغه دویچه ویله ته ویلي دي: «دا کار د دې سبب سو چي داعش خپلي ستراتیژي ته بدلون ورکړي. دغې ډلې کوښښ وکړ چي له نورو جهادي گروپونو سره یو ځای سي او وکړای سي په نورو هیوادونو کي هم حملې تر سره کړي. په دې وسیله داعش کوښښ وکړ خپلو جنگیالیو ته داسي وښيی چي اوس هم بریالۍ ده او نوره وده او پرمختگ کولای سي.»

داعش کوښښ کوي، هغه تلفات او ناکامي چي یې په سوريه کي لرلې ده په بل ځای کي جبران کړي په ځانګړې توګه اوس به لیبیا کې. په دې هیواد کې ځکه د داعش له پاره نفود کول اسانه دي چي د میاشتو راهیسي د لیبیا مخالف اړخونه پر یوه واحد حکومت باندي جوړ نه سره راځي او په موازي ډول یې دوه پارلمانونه جوړ کړي دي.

د اسلامی دولت ډله د همدې خلا څخه استفاده کوي او په دغه هیواد کي په مخ پر ډیریدونکي ډول سره پراخیږي.

په لیبیا کي پټ استخباراتي عملیات

داعش د هغو ځوانانو څخه چي د مغرب هیوادونو څخه یې راجذبوي غوښتنه کوي، چي نه یوازي په سوريې او عراق کې، بلکي نورو ځایونو کي هم وجنگیږي. د بیلګې په توګه لیبیا ته ولاړ سي. په همدې حال کي فرانسوۍ ورځپاڼي «له موند» د فبروري میاشتې په وروستیو ورځو کي رپوټ ورکړ چي فرانسوي، برتانیاوي او امریکايي پټي ځانگړي قواوي په محل کي د داعش پر ضد جنگیږي. خو ورځپاڼه دا خبره هم کوي چي «دغه عملیات د لیبیا په داخلي مسایلو کي مداخله ده».

مذهبي رقابتونه

په عین حال کي داعش او نوري جهادي ډلي کولای سي د نورو د همدردي او خپلي خوښي ورغلو کسانو څخه استفاده وکړي. دغه حالت تر ټولو ډیر په ۲۰۰۳ کال کي په عراق کي د امریکا تر مداخلې او په ۲۰۱۱ کال کي د سوريې د داخلي جنگ تر پیلیدو وروسته لیدل کیږي.

که څه هم هلته له ډیرې مودې راهیسې د شیعه گانو او سنیانو تر منځ عادي مناسبات حاکم وو او په سوله کي یې ژوند سره کاوه خو اوسنی حالت په بشپړ ډول د هغه پر خلاف روان دی. شټیفان روزیني په دې نظر هم دی چي اسلامی دولت د خپلو ترهگرو اعمالو له لاري کوښښ کوي چي په اروپا کي د مسلمانو په مقابل کي کرکه راوپاروي او پدې ډول ډیر کسان د خپل ځان سره یوځای کړي. هغه وايي: «داعش هغه کسان چي د دوی څخه تښتیدل او اروپا ته مهاجر کیدله د منحرفینو او اسلام څخه د اوښتو کسانو په حیث ورته بد ویل خو اوس کوښښ کوي چي هغوی بیرته راجذب کړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب